امنیتي سرچيني وایي، چې د هېواد په لویدیځې برخې په په هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې د وروستیو دوو میاشتو په عملیاتو کې ۴۰۰ وسله وطالبان وژل شوي دي.
دغه عملیات په لویدیځو ۳۹ ولسوالیو کې شوي، چې د ۴۰۰ طالبانو د وژلو تر څنګ په کې ۳۵۰ وسله وال ټپیان شوي دي.
د ۲۰۷ ظفر قل اردو قومندان تاج محمد جاهد نن په لویدیځ کې نن پنجشنبې د (می په ۲۸مه) په یوه غونډه کې وویل، چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د ۳۲ بېلابېلو امنیتي عملیاتو پر مهال اوښتې ده.
د قومندان جاهد په خبره، په دغو عملیاتو کې له وسله والو ډېر شمېر وسلې، نقلیه وسایط او نور پوځي تجهیزات په لاس ورغلي دي.
د ښاغلي جاهد په خبره وسله والو ته ډېره زیان د فراه ولایت په بالابلوک، ګلستان او پشت رود ولسوالیو او د بادغیس په بالامرغاب او د غور په چهاسدې ولسوالۍ کې اوښتې دي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت امنیه قومندان عبدالمجید روزي په غونډه کې وویل، چې د هېواد په لویدیځه برخه کې د امنیتي ځواکونو د ۳۲ عملیاتو له جملې نه ۱۲ د هرات په ولایت کې شوي وو، چې په پایله کې یې ۶۰ طالبان ووژل شول.
د هرات امنیه قومندان وویل، چې په دغو عملیاتو کې ۵۱ ترهګر، ختطافچیان او د دوی ګڼ شمېر ملګري نیول شوي دي.
طالبانو دوه میاشتې وړاندې د هېواد پر یو شمېر لویدیځو ولسوالیو بریدونه وکړل او حتی یو حتی یو ځل یې د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د دوو ورځو لپاره تر خپل ولکې لاندې کړې وه.
افغان امنیتي ځواکونه په بدخشان، کندوز، فاریاب او هلمند ولایتونو کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته بوخت دي. طالبان د هېواد په بېلابېلو برخو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د عزم په نامه د عملیاتو په نامه په جګړه کې بوخت دي.