په تېره یوه اوونۍ کې ۲۱ مجرمان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پولیسو د تېرې اوونی په اوږدو کې ۲۱ مجرمان نیولي دي.  

 د نوموړي په وینا، نیول شوي کسان د لوړ کچ منظمو بانډونو غړي او په بېلاېیلو جرمونو تورن دي.

رحیمي وايي، دغه کسان د کابل ښار په دویمې، یوولسمې، دولسمې، اووه‌لسمې، اتمې او پنځمې ناحیو او په کلکان او سروبي ولسوالیو کې نیول شوي دي.

په نیول شويو کسانو کې مختار بې‌دندان او د هغه د باڼد ۴ نور فعال غړي چې یوه یې ښځه او درې یې هم نارینه دي، نیول شوي دي. یاده ښځه فاطمه نومېږي چې د سیدشریف لور ده او پاتې ۳ نارینه یې هم عبدالصبور، نورالله او مجیب‌الرحمان نومېږي چې درې ورځې وړاندې د پولیسو له‌خوا ونیول شول.

رحیمي زیاتوي، پولیسو د ذبېح‌الله، جابر، وحیدالله او رحمان په نومونو څلور نور کسان د اظهارالله د وژلو په تور په سروبي ولسوالي کې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو ۲۱ مجرمانو په نیول کېدو سره په کابل کې د جرمونو ګراف ۵۰ سلنه راټیټ شوی دی.

اړوند مطالب:

بغلان کې مجرمان او تورن کسان غیرمسوولو وسله‌والو ته پناه وړي

د اعدام حکم محدودول مجرمانو ته جرات ورکوي

خیبر بوکسر، حلیم مشهور په کریم نوک مرمي، نذیر، داوود، شېرمحمد، شفېع، خواجه سعید، مجیب داعش، حکمت‌الله، مصطفی او رشاد هغه کسان دي چې کورنیو چارو وزارت یې د نیول کېدو خبر ورکړ.

نصرت رحیمي وویل، یاد کسان د بېلابېلو جرمونو لکه د قتل، وسله‌والې غلا او شوکمارۍ پېښو په تړاو نیول شوي دي.  

نوموړی وايي، پولیسو له نیول شویو کسانو ۳ هایلکس او ۲ سراچه ډوله موټرونه هم ترلاسه کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام