په بلخ کې ۱۳مسافرین د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي

د بلخ ولایت د زارع او کشنده ولسوالیو پر لویه لاره د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري ۱۳ تنه مسافرین، چې په سراچه او کرولا موټرو کې سپاره وو؛ له موټرو یې راښکته کړي او وژلي یې دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قادري سلام وطندرا ته وویل، دغه مسافرین د کشنده ولسوالي نه زارع ولسوالي ته تلل.

قادري وايي، چې د دې پېښې د قربانیانو هویت نه دی معلوم او د پېښې عاملین د نیول له پاره د پولیسو هڅې روانې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې دا پېښې رامنځته کیږي، څه وخت وړاندې هم د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې ۱۳ تنه مسافرین له موټر څخه ښکته او بیا ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام