د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر زوی ملا یعقوب ویلي، چې دی د طالبانو د نوي امير سره سخت مخالف دی او نه شي کولی، چې له هغه څخه اطاعت وکړي.
دغه اختلافات وروسته له هغه را پېدا کيږي، چې څو ورځې وړاندې کابل او اسلام اباد د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مړينه تایید کړه.
د ده د مړينې له تایید سره سم طالبانو سمدلاسه یوه ورځ وروسته ملااختر محمد منصور د ملاعمر ځای ناستی و ټاکه او اعلان يې وکړ، چې طالبانو په ټوليز ډول د اميرالمومنین په توګه د ملااختر منصور څخه اطاعت کوي.
د دغه خبر له خپرېدو وروسته د ملاعمر مشر زوی ملایعقوب د جمعې په ورځ (جولای ۳۱) اعلان کړی، چې ملااختر محمد منصور ده ته د اميرالمومنین په توګه د منلو وړ نه دی.
داسې ښکاري، چې د طالبانو په منځ کې دغه درزونه او اختلافات د سولې د خبرو اترو پروسه له خنډونو سره مخ کړي او دا هم کېدونکي ده، چې د داعش په نوم نوې ترهګره ډله له دغې تشې څخه په ګټنې د دوی د کړنو ځای ناستي شي.
اسوشيتېد پرېس خبري اژانس کاږي، چې ملا یعقوب ویلي، ده سره د طالبانو درې کليدي شخصیتونو هم غونډه پرېښوده او و يې ویل، چې د اميرالمومنين د ټاکل کېدو له پاره د طالبانو په منځ کې سرتاسري رایه اچونه وشي.
هغه ويلي " زه د ملااختر منصور له ټاکل کېدو سره مخالف یم."
ملااختر منصور د طالبانو د رژیم پر مهال له (۱۹۹۶ـ ۲۰۰۱) کاله پورې د طالبانو د هوايي چلند وزیر وو.
هغه د افغان حکومت سره د خبرو اترو ملاتړ هم کوي.
اخوا د کويټې شورا يوې غړي، چې نوم يې نه دی ذکر شوی ټليګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې په پاکستان کې د ملااختر منصور د ټاکل کېدو په خوفيه ناسته کې د طالبانو په لسګونه کليدي شخصيتونه ګډون نه درلود.
د ویلو ده، چې له دې وړاندې ملاعمر ته نژدې ملګری او کويټې د رهبري شورا غړي په اړه داسې راپورونه خپاره شول، چې نوموړی د ملاعمر د زوی پلوي کوي او د ملااختر منصور له ټاکل کېدو سره يې مخالفت کړی.
خو د طالبانو په رسمي انټرنيټي پاڼه کې بیا د ملا عبدالقیوم ذاکر له لوري دغه شایعه په کلکه رد شوې ده.
هغه په خپل يو وضاحت لیک کې ویلي "ما واوریدل چې ملا محمدحسن رحماني، ملا عبدالرزاق او ملا محمدرسول او ځینو نورو کسانو په راډیوګانو او ځیني مجالسو کې ویلي چې ملا عبدالقیوم ذاکر له ملا اختر محمد منصور صاحب سره مخالف دی."
هغه زياته کړې، چې دا ډول خبرې هیڅ حقیقت نه لري او په خپل ټول توان سره به د منصور څخه ملاتړ وکړي.
تېلګراف ته دغه شخص د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې ملااختر منصور د خپلو پلويانو له لوري تایید شوی، نه د ټولو طالبانو له خوا.
دغه چارواکي زياته کړې، چې د ملااختر منصور د ټاکل کېدو په دغه خوفیه ناسته کې د ملاعمر مشر زوی ملایعقوب يواځې ۳۵ دقیقې ګډون کړی وو.
د ویلو ده، چې د طالبانو دویمه ناسته هم ځنډېدلې او کېدای شي په خپل ټاکلي نېټه ترسره نه شي.
له دې وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی وو، چې د سولې خبرو اترو دویمه ناسته په چين کې نه، بلکې په پاکستان کې به ترسره شي.
اسلام اباد اعلان کړی وو، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو دویمه ناسته به د جولای په ۳۱ نېټه ترسره شي.
خو بیا تېره ورځ يې اعلان وکړ، چې د طالبانو خبرې اترې د ملامحمد عمر د مړينې له کبله وځنډيډې.





