په افغانستان کې د هند سفير امر سینا وايي، چې په بلخ کې د دوی پر ګونسلګرۍ د برید عامل د هندوستان او افغانستان ګډ دښمن دی او دا دواړه هیوادونه خپل ګډ دښمن پيژني.
امرسینا په بلخ ولایت کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید ګرو په مخنیوي کې د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله.
ښاغلي سینا زیاته کړه، په دغه برېد کې د دوی هیڅ کوم هندي کار کوونکي ته زیان نه دی رسېدلی او زیاتوي چې ژر به بیا خپل کارونه پیل کړي.
هغه همدا ډول وویل، چې په دا ډول برېدونو سره به د افغانستان او هندوستان اړیکې خرابې نه شي، سینا ژمنه وکړه چې د دې پېښې د ټپیانو سره یې هیواد د افغانستان لاسنیوي ته چمتو دی.
وسله والو بریدګرو د یکشنبې په شپه (۱۳جدي) د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د هندوستان پر کونسلګرۍ برید وکړ چې له ۲۴ ساعتونو زیات وخت یې ونیوه.
د دې برید په پایله کې یو سرتیری وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان دي چې ۳ هغه یې غیر نظامي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قواماندانۍ د امنیت امر رزاق قادري د برید دمخنیوي د بهیر د غزېدو لامل د جګړې محل یاد کړه او زیاته یې کړه چې امنيتي ځواکونو د دې له پاره، چې د سیمې خلکو ته زیان ونه رسيږي د درنو وسلو څخه ګته نه اخیسته.
د بلخ د امنیه قواماندانۍ دامنیت دغه چارواکی زیاتوي، چې د محلي حکومت په چوکاټ کې ځېني کسان د ترهګریزو بریدونو له پاره مخالفو وسله والو سره مرسته کوي.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید پړه په غاړه نه ده اخیستې