په بغلان کې د طالبانو خبرداری: د ستونزو حل له پاره زموږ کمېسون ته راشئ

طالبانو د بغلان ولایت په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، خلکو ته خبرداری ورکړی، چې وروسته له دې باید د خپلو عدليي او قضايي ستونزو د حلولو له پاره د دوی جوړ شوي کمېسیون ته مراجعه وکړي.

د بغلان ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ خلکو ته خبرداری ورکړی، چې که د خپلو ستونزو د حل په برخه کې دولتي بنسټونو ته ورشي؛ سخته سزا به ورکړي.

بسم الله عطاش وویل، وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان په خلکو سربېره د قند فابریکې د سیمو اوسېدونکیو، د ډنډغوري، تاله او برفک ولسوالیو د ځېنو سیمو خلکو ته هم خبرداری ورکړی دی.

دی وايي، چې په دغو سیمو کې د حکومت نه شتوالی د دې لامل شوی، چې طالبان هلته هر څه وغواړي؛ په خلکو یې پلي کړي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع سره له دې، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د خلکو ستونزې مني، خو وايي، چې امنیتي ځواکونه د  د سیمې د پاکولو له پاره د سترو چاڼیزو عملیاتو پلان لري.

ذبیح الله وايي، امنیتي ځواکونه د حکومت له واکه وتلو سیمو د بیا نیولو له پاره دغه عملیات کوي.

د پولیسو ویاند وايي، چې ډېر ژر به د مرکزي بغلان اوسېدونکیو ستونزې حل کړي.

د راپورنو له مخې، وسله والو طالبانو له دې مخکې هم د مرکزي بغلان، ډنډغوري او د برکه ولسوالۍ د تنګي مورچ په سیمه کې څو ځلې د غلا، قتل او له کوره د تېښې په تور ولسي خلک په صحرايي محاکمو کې وژلي دي او سزا یې ورکړې ده.

طالبانو همدا ډول تر خپلواک لاندې سیمو کې په خلکو د عشر او زکات ټولو قوانین هم پلي کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام