نن (یکشنبې د نومبر پر ۱۳مه) بغلان ولایت کې دوو وروڼو پر یوې ۸ کلنې جلۍ چې د یو ورور «ښینه» کېدله، جنسي تېری کړی دی.
دا جلۍ منیژه نومېږي او مور یې وايي، چې خپل «زوم» او «د زوم ورور» یې د دې پر لور جنسي تېری کړی دی.
دا وايي، چې د «زوم» کورنۍ یې ډېره زورور خلک دي، چې ډېر وخت یې پر دوی ظلمونه کړي دي.
د منیژې مور وايي، په کوچنۍ لور یې هغه وخت جنسي تېری شوی دی، چې مشره لور یې د مېړه سره له نارضایتۍ له امله له یو بل شخص سره تخار ولایت ته تښتېدلې وه.
د منیژې مور زیاتوي، کله یې چې لور د مېړه له کوره وتښتېدله؛ د دې ۸ کلنه لور یې د ټوپک په زور د دوی له کوره وویسته او پر هغې یې جنسي تېری وکړ.
د جلۍ د مور په خبره، د «زوم» کورنۍ یې ۸ کلنه لور د جنسي زور زیاتي په پار د څوو ورځو له پاره له ځان سره وړې وه، چې له راخوشې کېدا وروسته یې صحي او رواني حالت ښه نه دی.
دغې ښځې په ټینګار سره سلام وطندار ته وویل، که حکومت د دې پېښې په اړه بې غوري وکړي؛ خپله لور به د ننګ له امله ووژني.
د منیژې کورنۍ له حکومته غواړي، چې د پېښې عاملان اعدام شي.
د بغلان د حقوقو مدیره اورانوس عاطفي د پېښې د پخلي ترڅنګ وايي، چې د منیژې د پېښې په اړه پولیسو پلټنه روانه کړې ده او ډېر ژر به د پېښې عاملان ونیسي.
د دې په خبره، دا قضیه یې نوې ثبت کړې ده، ځکه خو ډېر معلومات په لاس کې نه لري؛ خو ویې ویل، چې دا پېښه په مرکزي بغلان کې شوې ده.
د بغلان د ښځو چارو ریاست وايي، چې د پېښې له څېړنې وروسته به د پېښې عاملان سخت مجازات کړي.