کابل کې د ایران د سفیر مرستیال علي رضا حاجي زاده وایې، چې په ایران کې د ۵۳۰ زره افغان کډوالو د مېشت کېدو نيټه پای ته رسیدلې ده او نن به ددې نېټې د تمدید او نه تمدید په اړه په تهران کې د افغانستان سفیر او ایراني چارواکو په کډه ناسته کې اعلان شي.
دا څرګندونې د ایران مرستیال سفیر نن په کابل کې هغې غونډې ته وکړې، چې د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.
د جون ۲۰مه په ټوله نړۍ کې دکډوالۍ د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کيږي.
په دې غونډه کې حاجي زاده وویل، د ایران حکومت د افغان کډوالو له پاره د سهولتونو چمتوکولو په هڅه کې دی.
خو په همدې حال کې د ایران سفارت یو چارواکي، چې غوښتل یې نوم یې وا نه خیستل شي، وویل، چې هیواد یې د افغان کډوالو د مېشت کېدو نېته تر ۶ میاشتو غځوي.
په همدې حال کې جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي هیله وښوده، چې ایران حکومت دې د افغان کډوالو د اوسیدو قانوني نیټه ۶ میاشتې نورهم وغځوي.
د دغو ۵۳۰ زره افغان کډوالو قانوني مېشت کېدو نیټه د چنګاښ د میاشتې لومړۍ نيټې وروسته پای ته رسیږي.
هغه وايي، ایراني چارواکو ژمنه کړې، چې دغه موده به وغځوي.
د عالمي په وينا، اوس مهال په ایران کې ۸۴۰ زره افغان کډوال اوسيږي، چې په دې ډله کې یوازې۵۳۰ زره یې قانوني پا سپورټونه لري او ترڅنګ یې یومیلیون ناقانونه کډوال په ایران کې ژوند کوي.
دغه راز، په پاکستان کې هم له یو نیم میلیون ډیر ثبت اوراجستر او یو میلیون نوربیا غیري قانوني کډوال میشت دي،چې افغان چارواکي یې پر ثبت او را جسترکېدو ټينګارکوي.