پر کورونا ۱۰ اخته کسان جوړ شوي

د عامې روغتیا وزارت پر کورونا ویروس د ۱۰ اخته کسانو د بېرته روغېدو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، تر اوسه د هېواد په ۶ ولایتونو کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان بېرته روغ او له روغتونه رخصت شوي دي.

د نوموړي په وینا، ۵ کسان په هرات، ۱ په کندهار، ۱ په نیمروز، ۱ په کاپیسا، ۱ په دایکندي او ۱ بل هم په سمنګان ولایت کې روغ شوی دی.

وحیدالله مایار په ورته مهال په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو د ډېرېدو خبر هم ورکوي.

هغه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل او هرات کې د کورونا د تشخیص په مرکزونو کې ۱۸۵ شکمنې پېښې کتل شوي چې له ډلې یې یوازې ۲۲ مثبتې دي.

د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، ۱۲ تازه مثبتې پېښې په هرات، ۶ په کابل، ۱ په فراه او ۳ نورې په غزني، بغلان او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوي او کابل له هرات وروسته دویم ولایت دی چې پر کورونا د اخته کسانو ډېرې پېښې لري.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم په دغه ولایت کې پر کورونا د اخته کسانو د ډېرېدو خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د امکان تر بریده په کورونو کې پاتې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام