د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۶۱۹ شکمنې پېښې کتلي چې د ۲۵۹ هغو پایلې یې مثبتې ختلې دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وحید مجروع نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۵ زره ۲۲۶ ته ورسېده.
د نوموړي په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې د یوه ډاکټر په ګډون، پر کورونا ۵ اخته کسان مړه شوي ۴۲ نور ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۶۴۸ ناروغان بېرته رغېدلي او ۱۳۲ نور مړه شوي دي.
مجروح زیاتوي، په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې ۴۹ کسان په بلخ، ۲۹ په کندهار، ۲۷ په کابل، ۲۵ په تخار، ۲۳ په ننګرهار او ۲۲ نور هم په هرات ولایت کې پر کورونا خته شوي دي.
د نوموړي په وینا، په کونړ او پروان کې لس لس، په بادغیس کې ۸، په جوزجان کې ۷، په بغلان، میدانوردګ او لوګر کې شپږ شپږ، په دایکندي کې ۵، په پنجشېر کې ۵، په فاریاب کې ۴، په زابل کې ۳، په کندوز کې ۳، په نیمروز کې ۳، په فراه، هلمند او بامیان کې دوه دوه او یو یو هم په غور او لغمان ولایتونو کې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
اوس په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۴ میلیونه او ۳۴۲ زرو نه لوړ شوی دی. له دې ډلې له ۲۹۲ زرو ډېر هغه یې مړه شوي او له یو میلیون او ۶۰۲ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.