زابل کې ۶۵ تړلي ښوونځي پرانیستل شوي

د زابل د پوهنې رييس نصرالله زاهد وايي، د دې ولایت په خاک‌افغان، شملزي، اټغر او سیوري کې ـ چې له څوو کلونو راهیسې یې ټول ښوونځی تړلي وو ـ خو سږکال د خلکو په همکارۍ د دې ولسوالیو ۶۵ تړلي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي‌دي.

د راپورنو له‌مخې، لا هم د زابل په بېلابېلو ولسوالیو کې نږدې ۳۰ ښوونځي تړلي دي.

ښاغلی زاهد زیاتوي، که څه هم په ځېنو ولسوالیو کې د دولت وسله‌والو مخالفانو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو سره مخالفت کولو؛ خو د خلکو له تقاضا د دې لامل شوې چې يې مخه نه‌شي نیولی.

زابلي زده‌کوونکي د ښوونځیو په پرانیستنې د خوښي ترڅنګ له چارواکیو غواړي چې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.

مرکز کلات کې د یوې ښوونځي دوې زده کوونکې جمیله او فوزیه وايي، کورنیو ته په کار دي چي یوازې د تړلیو ښوونځيو په پرانیستلو خوشاله نه‌شي، بلکې د زامنو ترڅنګ پر خپلو لوڼو هم زده کړې وکړي.

عام زابلیان هم په لېرې پرتو ولسوالیو کې له ډېرو کلونو وروسته د دومره زیاتو ښوونځیو په بیا پرانیستلو خوشاله دي او وايي، نه یوازې نرینه‌ اولادونه بلکې لوڼې او خویندې هم ښوونځیو ته لېږي.

دوی د ښوونځیو ساتنې ټټر هم وهلی دی.

زابل ولایت به تشکیل کې ۲۵۰ ښوونځي لري.

د زابل ولایت د پوهنې رییس نصرالله زاهد وایي، دا مهال له دوی سره ۷۰ زره زده‌کوونکي ثبت دي چي ۱۴ زره يې نجوني دي.

د ښاغلي زاهد په وینا، همدا سږکال د زابل له ښوونځیو ۶۶۰ کسان له دولسم ټولګي فارغ شوي چي په‌دې ډله کې ۱۰۰ یې نجونې دي.

 مسوولان زیاتوي، په پام کې لري چې د راتلونکي کال له‌پاره ۳۹ ښوونځیو ته  ودانۍ جوړې او د لوست اسانتیاوې چمتو کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام