د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د کورونا ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته رسېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې تازه پېښې په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د نوموړي په وینا، د کورونا د مثبتو پېښو له ډلې ۲۱ یې په هرات، ۱۵ په کابل، ۱۵ په کندهار، ۱۰ په بلخ، ۹ په لوګر، ۸ په جوزجان، ۷ په پنجشېر، ۷ په لغمان، ۷ په پکتیا، ۶ په غزني، ۶ په تخار، ۵ په ننګرهار، ۲ په هلمند، ۲ په میدان وردګ، ۲ په کونړ او په بادغیس، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې یوه-یوه پېښه ثبت شوې ده.
مایار وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یوې ځوانې ښځې په کندهار کې د کورونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په دې سره په هېواد کې د مړو شمېر ۵۸ ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت وايي، له پرون راهیسې پر کورونا ۸ اخته کسان بېرته رغېدلي چې ټولټال یې شمېر ۲۲۸ کسانو ته رسېږي.
کابل د ۴۹۴ مثبتو پېښو په لرلو سره پر کورونا د ککړو ولایتونو په سر کې دی.