د افغانستان د برېښنا شرکت نن د خپلو پورړو، ادارو او اشخاصو نوملړ خپور کړ. په دغه نوملړ کې ۲۰۹۹ تنو په کابل کې د برېښنا د څو دورو لګښتونه نه دي تحویل کړي.
له مخابراتي شرکتونو او استوګنیځو ښارګوټو نه نیولې تر حکومتي چارواکیو او حتا ولسمشر ماڼۍ پورې په دغه نوملړ کې شامل دي.
د دغه نوملړ له مخې، د استاد برهان الدین رباني په مقبره د برېښنا د ۱۲ دورو «۸۶۱۲۰۲» افغانۍ، سید منصور نادري په ۱۵ دورو کې «۱۳۲۳۸۱» افغانۍ، ولسمشر ماڼۍ په ۳ دورو کې «۵۳۱۲۲۴» افغانۍ، د ولسي جرګې غړی او د ولسمشر سلاکار حاجي الماس زاهد په ۱۰ دورو کې «۱۳۰۷۰۶۷» افغانۍ، نجیب کابلي په ۳ دورو کې «۸۰۰۹۹۳» افغانۍ، عبدالرب رسول سیاف په ۶ دورو کې «۱۴۸۲۸۶۵» افغانۍ او د ده له زامنو له ډلې نه عبدالستار په ۷ دورو کې «۱۶۸۱۵۳۱» افغانۍ، حبیب الرحمان هم په ۷ دورو کې «۹۷۴۸۵۹» افغانۍ او عبدالقادر په ۱۲ دورو کې «۱۹۷۴۴۹» افغانۍ نه دې تحویل کړي.
په دغه نوملړ کې د آیینه، تمدن، دعوت، نورین او ژوندون په شان ټلوېزیونونو په ګډون مخابراتي شبکې لکه، اېم. ټي. اېن، اتصالات او افغان بېسیم هم شاملې دي.
د برېښنا شرکت یو بل نوملړ هم خپور کړی، چې د هر پوره وړي، پور په کې له ۱۰۰ زرو افغانیو نه زیات دی. په دغه نوملړ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم نوم هم لیدل کېږي. ښاغلی دوستم د برېښنا د لګښت «۳۴۸۸۰۸۵۱» نه دي تحویل کړي او همدارنګه یې د دوو مېلمستونونو لګښت چې «۱۶۵۹۶۲۹» افغانۍ پوره وړی دی، تر اوسه نه دي تحویل وشوي.
د دویم نوملړ له مخې، د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي «۵۳۲۳۴۶۷» افغانۍ پوره وړی دی. همدارانګه د ولسي جرګې غړی حمید لالی حمیدزی او د هغه خپلوان د برېښنا شرکت «۱۰۷۸۷۸۳» افغانۍ پوره وړي دي.
د برېښنا شرکت ویاند په یوه ناسته کې دغه نوملړ افشا کړ او ویې ویل، چې دغه نوملړ یې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د وزیرانو شورا په همغږۍ جوړ کړی او ټاکل شوې ده، چې د لګښتونو د نه ورکولو په صورت کې پوره وړي اشخاص امنیه قوماندانۍ او څارنوالۍ ته معرفي کړي.
د توحیدي په خبره، د برېښنا شرکت د هغو پوره وړیو اشخاصو لګښت په قسط وار ډول هم قبلوي، چې له ۱۰۰ زرو نه ډېر پوره وړي دي؛ خو له ټولو پوره وړیو نه ۶۰ سلنه حاضر شوي دي، چې دغه ډول لګښتونه تحویل کړي؛ پاتې ۴۰ سلنه یې حاضر نه دي، چې خپل لګښتونه تحویل کړي.
د کابل د برېښنا رییس محب الرحمان مومند هم په دغه غونډه کې وویل، چې په ځلونو ـ ځلونو یې پوره وړیو ته د پورونو د تحویلولو ویلي دي؛ خو هغوی د دوی خبرداري ته پام نه دی کړی.
د موموند په خبره، له دې ټول رقم نه ۹۴۷ میلیونه افغانۍ د استوګنو کورنۍ پوره وړې دي، ۷۷۳ میلیون افغانۍ سوداګریزو بنسټونو پورې اړه لري او ۷۰۰ میلیونه افغانۍ په لوړ پوړیو او ټیټ پوړیو اشخاصو باندې پور دي.
د برېښنا شرکت مسوولان وايي، تر یوې اونۍ پورې به د نورو ولایتونو د برېښنا د پوره وړیو نوملړ هم خپور کړي.