شیخ زاهد نقشبندي نه ځوان زلمی دی او نه سپين ږیری د ۴۰ کلنۍ په شاو خوا کې عمرلري.
توره ږیره چې څوکې یې سپین رنګې شوي، په غاړه کې کلاشینکوف په یو لاس کې مخابره او په بل لاس کې یې د طالبانو د اسلامي امارت د مهال سپین بېرغ پورته کړی او غواړي له جګړې لاس واخلي.
شیخ زاهد دوه کاله وړاندې وسله پورته کړه او دافغان حکومت او بهرنيو ځواکونو په خلاف یې جګړه پېل کړه.
شیخ زاهد تر اوسه دیوې وسله والې ډلې قومانداني پر غاړه درلوده او د طالب مشرانو تر رهبرۍ لاندې یې فعالیتونه کول.
چې د چهار شنبې په ورځ ( د اپرېل ۶مه) یې له جګړې لاس واخیست.
شیخ زاهد نقشبندي، په قوم اتمانزی، د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ وسېدونکی دی.
شیخ وايي، په حکومت کې فساد، نا انډولي، د محکمو عدالت نه مراعتول هغه لاملونه و چې دی یې جګړې ته مجبور کړ.
د وسله والو طالبانو دغه قوماندان زیاتوي، "دوه کاله وړاندې دخپلې کورنۍ سره پاکستان ته (مهاجر) شو" او هلته د طالب قوماندانو سره یو ځای شو.
په لومړي سر کې زاهد نقشبندي د ملا محمد یونس مخلص تر قوماندانۍ لاندې په کندوز کې جګړه کوله.
د وسلې کېښودو پر مهال شیخ وویل" ۳ ځل یې په کندوز کې د بهرنيانو په پوځي بیز برېدونه وکړل؛ خو حکومت او بهرنيان یې په نیولو برلاسي نه شول."
له جګړې ستړي د طالبانو دغه قوماندان اوس مهال ۲۳ وسله وال له ځان سره درلودل چې شیخ سره یې یوځای وسلې پر ځمکه کېښودې.
شیخ زاهد وايي، چې تر شا یې نږدې ۱زر او۵ سوه کورنۍ ولاړې دي چې دواړه له یو بل ملاتړ کوي.
د نوي کال د پېل کېدو او په افغانستان کې د طالبانو دجګړې د بڼې بدلېدو سره سم شیخ زاهد نقشبندي د حاجي سلام تر مشرۍ لاندې په کندوز کې جګړې ته داخليږي؛ خو په یو لوري دهغه قوم او کورنۍ او په بل طرف د طالبانو دجګړې د تکتیک نوې غوښتنې د زاهد نقشبندي له پاره سخته مرحله وه، چې په پایله کې د اتمانزي قوم د مشرانو په غوښتنه یې د طالبانو لیکو ته خدای په اماني ووییله.
له جنګه ستړي طالب قوماندان ولې وسله کېښوده؟
د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ له پاره د طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال ملا شمس الدین نوميږي.
شمس الدین په دې ولسوالۍ کې د جګړې د نوي تکتیک پلي کونکی دی.
ملا شمس الدین غوښتل پر قوماندان شیخ زاهد نقشبندي د ګورتېپه، اچین او ځېنو نورو سیمو سرکونه او مهم ځایونه له منځه یوسي.
خو د زاهد انکار د دواړو قوماندانانو ترمنځ اړيکې ترینګلې کړې.
زاهد نقشبندي وايي، شمس الدین ورته د نیم ساعت ضرب الاجل ټاکلی و، چې له هغې وروسته به ورسره جګړه کوي ؛خو ده یې غوښتنې ته سر ټيټ نه کړ.
له جګړې ستړی طالب قوماندان وايي، چې له ویرې نه؛ بلکې په سیمه کې د خلکو د کورنو د ړنګېدلو، د ښونځيو بندېدلو او د خلکو د ژوند خرابېدو وسلې کېښود ته اړ کړ.
په داسې حال کې چې شیخ زاهد نقشبندي د خپلې مېړانې صفت کوي او خپل زړه د غره په څېر بولي، زیاتوي چې وسله وال طالبان دې له جګړې لاس واخلي او خلک دې ازاد او خوشاله ژوند ته پرېږدي.
دکندوز والي محمد عمر ساپي له جګړې د شیخ زاهد نقشبندي په شا کېد یو ښه زیری وباله او خبریالانو ته یې وویل، چې د دې ولایت په ځېنو سیمو کې به امن ټيڼګ شي.
ساپي له هغه قومي مشرانو مننه وکړه چې شیخ زاهد یې د جګړې له لیکې را بهر او سوله ییز ژوند ته راضي کړ.
د اتمانزي قوم مخورو قوماندان شیخ زاهد نقشبندي اړ کړ چې له جګړې لاس واخلي او هغه یې هم غوښتنه پر ځمکه ونه غورځوله او حکومت سره د مرستې لوړه وکړله.
قومي مخور او دیني عالم رحیم ګل توحیدیار سلام وطندار ته وویل، که افغان دولت غواړي سوله راشي او وسله وال مخالفين پخلا شي؛ نو له قومي مشرانو دې مرسته وغواړي.
توحیدیار زیاته کړه "د پخلاینې په برخه کې د قومي شوراګانو او مخورو رول اغیزمن دی."
شیخ زاهد نقشبندي د طالبانو له ورستيو کړنو خوښ نه دی او زیاتوي، چې ده کتابونه لوستي او پر دين پوهيږي؛ خو هغه څه چې طالبان یې کوي خدای دې ترې پوښتنه وکړي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه ددې قوماندان د څرګندونو په اړه څه نه دي وییلي.