حکمتیار: هېچا ته د اوسني نظام نسکورولو اجازه نه ورکوو

نن په کابل کې د حزب اسلامي په مشرۍ د دې ګوند امیر ګلبدین حکمتیار، حق او عدالت ګوند، ملي پیوند ګوند، د عالمانو شورا او یو شمېر مدني بنسټونو د بېلابېلو خبري غونډو پرمهال له ملي یووالي حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار په کابل کې وروستی ترهګریز برید وغندلو او ویې ویل، په سیاسي نظام کې هر ډول بدلون باید له سوله ییزې او مناسبې لارې وي، د ټولو هېوادوالو او سیاسي لورو په خوښه وي؛ نه د یوې ځانګړي لوري له خوا.

 ګلبدین حکمتیار وویل، د نظام له نسکورولو سره موافق نه دی او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي.

ښاغلي حکمتیار وویل، د حکومت پروړاندې اعتراض کول د خلکو مدني حق دی؛ خو زیاتوي، هغه کسان چې د نظام نسکورول غواړي او مناسب بدیل ورته نه لري، وسله والو مخالفینو ته لا زیات فرصت برابروي.

د حزب اسلامي امیر وویل، هغه کسان چې له وسلو سره راځي له امنیتي ځواکونو سره نښته کوي، د نورو پر خلاف شعار ورکوي، دغه ډول څرګندونې شخړې رامنځته کړي.

حکمتیار وویل، هېڅوک باید د ارګ له دېوالو د اوښتلو او د نظام ړنګولو فکر ونه کړي.

د حزب اسلامي مشر وویل، د وضعیت سم لاسي مهارولو له‌پاره باید مثبته لاره غوره شي او د جنجال جوړونکو اقداماتو څخه مخنیوي وشي.

حکمتیار وايي، له ځینو شواهدو معلومیږي، د کابل، هرات او نورو پېښو تر شا د بهرنیو کړیو لاس دی، د جګړې په دوام کې یې ګټي دي او دوام یې غواړي.

ګلبدین حکمتیار وویل، دوی د نظام سره د هر ډول صادقانه مرستې په پار چمتو دي.

حکمتیار وايي، له معترضینو غواړو، چې په سړکونو د خېمو ودرول دې نه رواجوي.

د حق او عدالت ګوند له حکومته د ملاتړ په څرګندولو د بدلون پاڅون له اعتراض کوونکو وغوښتل، چې خپلې غوښتنې دې د تفاهم له لارې د حکومت سره شریکې کړي.

د دې حزب رییس معین مرستیال خلک یووالي ته راوبلل او ویې ویل، اجازه مه ورکوئ، چې د افغانستان دوښمنان خپلو موخو ته ورسېږي.

د دې ګوند له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې د ولسمشر، اجرایوي رییس او د ملي امنیت سلاکار د استعفا غوښتنه قانوني نه ده او دا چاره امکان نه لري.

دغه راز د ملي پيوند ګوند رییس سید منصور نادري هم له حکومت څخه ملاتړ کړی دی.

سید منصور نادري وايي، روان حالت باید درک شي او د یو شمېر هېوادوالو او سیاسي ګوندونو له خوا د ملي امنیت شورا د سلاکار د استعفا غوښتنه ناسمه ده.

د عالمانو شورا هم له خلکو وغوښتل، چې له ثبوت پرته دې د امنیتي ځواکونو په مشرانو تور نه لګوي او حکومت ته یې پروینا وویل، د خلکو ستونزو ته دې لاس رسي وکړي.

په ورته وخت کې د پاڅون بدلون اعتراض کوونکي په خپلو غوښتنو ټینګار کوي او وايي، اعتراض او غوښتنې یې سیاسي نه دي.

دوی وايي، موخه یې د امنیت ټینګښت دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام