پاکستان وايي هند یې دکرکټ د ودې مخه نیسي

د هندوستان کرکټ بورډ له خوا د راتلونکې ۲۰۱۶ م کال اسیایي کرکټ جام (ایشیا کپ) سیالیو مهال وېش اعلان شو، چې د پاکستان د لومړي پړاو سوداګریزو (سوپرلیګ) شل اوریز کرکټ سیالیو سره په ټکر کی دی.

د هندوستان کرکټ بورډ سکرتر جنرال انوارګ ټاکر هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چي د راتلونکې کال لومړي پړاو شل اوریزه ایشیا کپ سیالۍ به د۲۰۱۶ م کال فیبرورۍ میاشتې په منځ کې وشي.

تر اوسه د دې سیالیو د کوربه هېواد اعلان نه دی شوی، خو ښایي په بنګله دېش او یا هم په هندوستان کې وشي.

د راتلونکې ایشیا کپ سیالیو د نېټې اعلان وروسته له هغې کېږي، چې د پاکستان کرکټ بورډ له کلونو انتظار وروسته د خپل لومړي پړاو سوداګریزو شل اوریزه کرکټ سیالیو (سوپرلیګ) له پاره د فیبرورۍ میاشتې ۴مه نېټه اعلان کړی ده، چې تر ۲۴مې نېټې به په عربي اماراتو کې وشي.

پاکستاني رسنیو ویلي دي، چې هندوستاني کرکټ بورډ دغه اعلان د پاکستان کرکټ د بربادۍ له پاره کړی دی او که همداسې وشي؛ نو نه به د پاکستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې شل اوریز ایشیا کپ سیالیو کې د لوبېدلو چانس ولري او نه به هم د بنګله دېش او سریلانکا مخکښه ملي کرکټران د پاکستان په لومړي پړاو (سوپرلیګ) شل اوریزه کرکټ سیالیو کې لوبې ترسره کړي.

دغه راز نه یواځې د پاکستانۍ لوبډلې او سریلانکایي او بنګله دېشي لوبغاړو ستونزې به را ولاړی شي، ترڅنګ به یې ستونزمنه وي، چې تلویزونونه هم د پاکستان شل اوریزه کرکټ سیالیو خپرېدو ته زړه ښه کړي.

دغه راز پاکستانې کرکټ بورډ په هیڅ صورت کې د هندوستان په وړاندې انکار نه شي کولای، ځکه پاکستان نه غواړي، چې هندوستان د پاکستان په لومړي پړاو (سوپرلیګ) سیالیو کې خپل د (اي پی ایل) سیالیو مخکښه کرکټران له لوبېدلو څخه ایسار کړي.

که څه هم د ایشیا کپ په پرتله به نړیوال کرکټران د پاکستان په سوپرلیګ سیالیو کی ډېرې پیسی ترلاسه کړي، خو نه غواړي، چې په دې کار هندوستان خپه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام