پاکستان د بنګله دېش سفر په یوې بریا پاې ته ورساوه

پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د خپل ټیسټ کرکټ تاریخ درېیمه ستره بریا ترلاسه کړه، چې کوربه بنګله دېشۍ کرکټ ملي لوبډله یې په وروستۍ دویمه ټېسټ لوبه کې په ۳۲۸ منډو له ماتې سره مخ کړه.

له دې وړاندې پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې اسټرالیا ته د عربي اماراتو په ابوظبي لوبغالي کې په ۳۵۶ او  په ۲۰۰۶ کال کې سریلانکا ته په کولمبو لوبغالي کې په ۳۴۱ منډو ماتې سره د ټېسټ کرکټ تر ټولو سترې بریاوې ترلاسه کړې وې.

پاکستان په بنګله دېش کې د ۵ ماتو وروسته دویمه ټېسټ لوبه په څلورمه ورځ وګټله، چې ورسره د بنګله دېش سفر لومړۍ او یواځينۍ بریا یې ترلاسه کړه او دغه سفر یې په خوشحالۍ سره پای ته ورساوه.

 پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیریز اتلولۍ وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزه لوبې اتلولي کوربه بنګله دېشۍ کرکټ ملي لوبډلې ته وبایللې.

په وروستۍ ټېسټ لوبه او سیریز کې د بې ساره ښکلو لوبو په مټ اظهرعلي د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله په ټېسټ سیریز بریا سره د ټېسټ کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې په دریم مقام کې پاتې شوه.

په سیالۍ کې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د اظهرعلي د لومړۍ (ډبل سلیزې) په مټ کوربه بنګله دېشۍ لوبډلې ته د ۵۵۰ منډو هدف ورکړ، چې په ځوابي لوبه کی کوربه لوبډله د لومړي وار په څیر ناکامه شوه، چې په ۲۲۱ منډو وسوځېده.

د دواړو لوبډلو ترمینځ لومړۍ ټیسټ لوبه د تمیم اقبال د تاریخي لوبې په واسطه په برابره توګه پای ته رسېدلې وه.

د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې پاکستاني روزونکي وقار یونس د بنګله دېش په سفر کې په لومړۍ بریا خوښي ښودلې ده او له مینه والو یې غوښتي، چې د بنګله دېش خلاف لومړۍ ماتې هیرې او له ټیسټ سیریز اتلولۍ څخه خوند واخلي.

پاکستاني روزونکي له مینه والو غوښتي، چې په یو ورځنیو سیالیو کی د اتلولیو ګټلو لپاره ځوانې او کم تجربه پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ته فرصت ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام