“جي ۷” هېوادونو د روسيې پر ضد نوي بندیزونه ولګول

 

د نړۍ سترو صنعتي هېوادونو" جي ۷ یا (G-7) " د روسيې هېواد پر ضد د نورو بندیزونو په اړه موافقه وکړه.

 کاناډا، بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا پریکړه وکړه، چې که روسیه د اوکراین په مسئله کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو لګول شوي بندیزونه به بېرته ترې لرې کړي.

د ۷ سترو صنعتي هېوادونو مشرانو دغه‌راز ژمنه وکړه چې د غوښتنې په صورت کې به په اوکراین کې د روسيې د مداخلې له امله پر مسکو نور بندیزونه هم ولګوي.

د نویو بندیزونو په اړه نور جزیات نه‌دي ویل شوي.

د روسیې ولسمشر پوتین په ۲۰۱۴ کال کې اعلام وکړ، چې د اوکراین سیاسي کړکیچ د غرب له خوا د روسیې محاصره کولو یوه دسیسه ده.

کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین ولسمشر ویکتور یانکوویچ له دندې ګوښه شو، نو په اوکراین کې د غربي روسانو او نورو ترمنځ سیاسي کړکېچ رامنځ ته شو.

په دغه برخه کې روسيې په مستقیمې مداخلې لاس پورې کړ او دغه کړکیچ يې د غرب له‌خوا د روسانو د محاصره کولو په موخه یوه دسیسه وبلله.

روسیې د اوکراین په چارو کې په مداخلې لاس پورې کړ او غربي هېوادونو پرې د اعتراض په ډول اقتصادي بندیزونه ولګول، چې دغه بندیزونه تر اوسه دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام