وال‌سټریټ ژورنال: که ټرامپ پر پاکستان فشار راوړي د افغانستان جګړه ګټل کيږي

د امریکا ورځپاڼې وال‌سټریټ ژورنال د افغانستان جګړې په اړه یو تحلیل خپور کړی دی.

په هغه تحلیل کې راغلي، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ د افغانستان ناکامه جګړه بریالۍ کولی شي، خو په‌دې شرط چې پر پاکستان فشارونه لاهم زیات کړي.

د دغه مطلب لیکوونکي کاږلي، چې په افغانستان کې د امريکا د تر ټولو اوږدې جگړې په تړاو پر له‌پسې بد خبرونه را رسېږي، خو پر خبره يې ډېره اندېښمنونکې دا ده چې د دغه حالت بدلولو له‌پاره په واشنگټن کې هېڅ راز بحث نه‌کېږي.

لیکوال دا هم لیکلي، چې وسله‌والو طالبانو له ۲۰۰۱م کال په پرتله اوس‌مهال زیاتې سیمې نیولې دي.

وال‌سټریټ ژورنال کې راغلي، چې وسله‌وال طالبان اوس هم په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او له هغو ځایونو پر افغانستان بریدونه کوي او د مخالفو هېوادونو له لوري د دوی ملاتړ کولو په صورت کې د جګړې ګټه ناشونې ده.

لیکوال ویلي، ډونلد ټرمپ چې دا جگړه ناکامه بولي په بريالۍ هغه يې بدلولى شي، خو په‌دې شرط پر اسلام‌اباد فشارونه لا هم زیات شي.

هغه په خپل تحلیل کې د ترکيې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان مثال وړاندې کړی دی.

د ورځپاڼې په باور رجب طيب اردوغان په ٢٠١٤ م کال کې واک ته له رسېدو سره په تدريجي ډول پر رسنيو خپل شتون رنګین کړ او منتقدين يې غلي کړل.

هغه وايي، که چېرې ډونالډ ټرامپ هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، نو ډير ژر به یې مخالفین هم کرار شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام