داعش خپلو پلويانو ته په خيالي جنت کې ځمکې ويشي

 د شام او عراق پر ځمکو ولکه کوونکې داعش ډله په خپل لاس د جوړ شوي خلافت د بقا لپاره يو ډول خيالي او رنګين پلانونه تطبيقوي.
که څه هم د عراق او شام پر ځینو سیمو دا عشي وسله والو پر ضد د نړۍ ځينو پياوړو هېوادونو نظامي بريدونه هم کړي، خوچېاوس هم  کله یادې  ‌ډلې ته د هغوی مخالف ځوانان په لاس ورشي، نو په ډېر بې رحمانه ډول يې وژني.

د دغو ناروا او بې رحمانه وژنو سره سره اوس دغې ډلې بله خيالي او تشويقي لاره غوره کړې.

داعش ډلې د ځوانانو  د تشویق او جلبولوله پاره يو ډول خيالي پلانونه عملي کړي او ځوانانو ته د ښايسته باغونو، ګلانو او منظرو په ښودلو سره خپلې لیکې ډکوي.

د ځېنو نړېوالو رسنيو د راپورونو له مخې په انټرنېت کې د اقصی محمود په نوم يوې داعش پلوې نجلۍ شپه او ورځ په خپل بلاګ کې تشويقي او ترغيبي ليکنې شروع کړي دي.

اقصی چې په کوم ډول د دغې ډلې  وکالت کوي؛ داسې جوتوي چې د اسلامي دولت وسله والو  تر شا ښه پياوړي هېوادونه ولاړ دي او غواړي خپل هر پلان په ډېره منظمه توګه عملي کړي.

دغه نجلۍ  هره ورځ په خپل بلاګ کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې سيمو په اړه ډېر څه ليکي.

اقصی محمود پاکستان الاصله سکاټلېنډۍ ده، چې په نړیوالو پوهنتونونو کې یې زدکړې کړي دي.

د اقصی مور او پلار وايي، چې دوي فکر هم نه کاوه، چې  لور به یې  داسې پرېکړه کوي.

اقصی په خپلو ليکنو کې د داسې اسانیتاو يادونه کوي، چې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم نه ليدل کيږي.

د داعش ډلې په اړه د لیکل شوي کتاب لیکوال حسن حسن ليکلي، چې داعش په ټوله نړۍ کې ځوانان تشويقوي او دغو ځوانانو ته داسې خوبونه او رنګين خيالات ښيي، چې له اورېدو او لوستو وروسته ځوانان بيا له دغې ډلې د بېرته تګ له پاره زړه نه ښه کوي.

رویټرز خبري اژانس ليکي، چې تېر کال ۱۲۰ ځوانان د داعش له ډلې سره يوځای شول، خو کله چې همدغو ځوانو غوښتل له دوی بېرته جلا شي؛ ووژل شول.

ځکه دوی داسې قانون لري، چې داعش ډلې ته د ورتګ د روازه شته، خو د بېرته تګ دروازه يې بنده ده.

د منځني ختيځ د څېړنو یو مشر لینا الخطیب په بيروت کې (اې، اېف، پي، سي) رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، چې داعش ډله د تنکیو ځوانانو د جلبولو او تشویقولو لپاره ورباندې خيالي جنت خرڅوي او په خيالاتو کې د جنت د يوې برخې مالک يې ګرځوي، چې د نوموړي په وينا دغه موضوع بيا په اسلام کې ځای نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام