ټیفا: په ټاکنیز نظام کې سمون راوستل یوازې شعار دی

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ یا "ټيفا" په ټاکنیزو نظام کې د سمون په موخه له حکومته د عملي ګامونو غوښتونکی دی.

د دغه بنسټ مسوول وایي، چې په ټاکنیز نظام کې د سمون بحثونه یوازې تشې خبرې دي او د حکومت مشرانو دا موضوع هیره کړې ده.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده نن یک شنبه (جون ۵مه) کابل کې له سیاسي ګوندونو او مدني  بنسټونو سره ګډې خبري غونډې ته وویل، چې په ټاکنز نظام کې د سمون راوستو په برخه کې  د حکومت مشرانو ټول کارونه په وینا کې رالنډ شوي او په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو توان نه لري.

نوموړی وايي، چې "له حکومته زموږ غوښتنه همدا ده چې ژر ترژره دې ټاکنیز بحث ته لومړیتوب ورکړي او ټاکنو ترسره کیدو ته پام نه کوي، موږ او ملت د سمون عملي کارونو غوښتونکي یو."

ایوب زاده، د غوراوي کمیټه هم د ټاکنیز سمون یوه لانجمنه برخه بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ټاکنو ترسره کیدو له پاره فني او مالي همکاري مشخصې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان نوې ملي جبهې رېیس انور الحق احدي وايي، که څه هم حکومت تر دې دمه د ټاکنیزسمون په اړه ګامونه اخیستي، خو دده پر وینا بسنه، نه کوي او ټاکنیز سمون پيچلی بهیر بولي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بیا په دې اړه بل ډول لیدلوری لري.

هغه وايي، چې د ملي یووالي حکومت په چټکۍ سره لومړنۍ چارې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنو له پاره پيل کړې دي.

د مرتضوي پر وینا، تقنیني فرمان په ولسي جرګه کې دی  او و کیلان مسولیت لري، چې هرڅومره ژر کولای شي تقنیني فرمان وروستی کړي.

تمه کیږي حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د سږ کال په تلې یا میزان  میاشت کې ترسره کړي.

کتونکي اوسني امنیتي حالت ته په کتو سږکال دا ټاکنې ناشونې بولي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام