حکومت د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې له خپل امریکایي سیال ډونالد ترمپ سره لېدنه کړې او په یو شمیر موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.
دغه کتنه چې په ریاض کې د اسلامي هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شوه، د امریکا ولسمشر ترامپ له ترهګرۍ سره د مبارزې او په حکومت کې د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر غني د رهبرۍ ستاینه کړې ده.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي سلاموطندار ته وویل، چې د دې لېدنې پرمهال د امریکا ولسمشر له تروریزم او طالبانو سره په جګړه، د هیواد د ملي واکمنۍ او ځمکني بشپړتیا په ساتلو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو مېړانه ستایلې ده.
مرتضوي وویل، چې افغان ولسمشر له یوشمېر نورو ولسمشرانو سره هم لېدنې کړې دي.
ویل کېږي، چې په سعودي عربستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په سرمشریزه کې د امریکا ترڅنګ د اسلامي هیوادونو د نېږدې ۵۴ هیوادونو مشرانو ګډون کړی او ټاکل شوې، چې ولسمشر محمداشرف غني به هم دې کنفرانس ته خپله وینا وکړي.