د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکيو نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې ۳۲۷۲ شکایتونه د ټاکنیزو جرمونو په تړاو او ۴۳۰۳ نور شکایتونه د ټاکنیزو سرغړونو او تخلفاتو په تړو او پاتې ۱۳۷۱ شکایتونه تېروتنې دي.
د ياد کمیسیون رييسې زهرې بیان شینوارې وويل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د درملوګ شرکت معلوماتي بانک له دوی سره نه دی شریک کړی او دغه چاره سبب شوې چې د ثبت شویو شکایتونو د څېړنې پروسه ټکنۍ پرمخ لاړه شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی او ویاند قاسم الیاسي هم وايي چې یو شمېر ټاکنیز شکایتونه جدي دي او باید په اړه یې مرکزي سیسټم ته مراجعه وشي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي په دې اړه همکاریو ته نه چمتو کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاندویانو له ډلې عبدالعزیز ابراهیمي بيا وايي دغه کمیسیون چمتو دی چې له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سره همکاري وکړي، خو د قانون په چوکاټ کې.
ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې خو لومړنۍ پایلې یې له څو میاشتو ځنډ او جنجالونو وروسته د روان کال د مرغومې په لومړۍ نېټه اعلان شوې.