د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو وویل، چې د دوی ژوند په خطر کې دی او د امنیتي ګواښونو له امله ان په خپلو کورونو کې هم ځان خوندي نه بولي.
دوی د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې دا هم وویل، چې حکومت د ولسي جرګې وکیلانو د امنیت خوندیتوب په برخه کې هیڅ اقدام نهدی کړی.
د یادې جرګې غړي عبدالولي نیازي وویل، حکومت هره ورځ د پارلمان وکيلانو ته مکتوبونه لېږي، چې ځان او کورونه یې تر ګواښ لاندې دي.
نیازي زیاته کړه، چې د ولسي جرګې پر غړو بریدونه یواځې وغندل شي او بیا پېښه سړه شي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د ملي شورا په ځانګړي توګه د ولسي جرګې غړي ترجدي ګواښونو لاندې دي.
ابراهیمي زیاته کړه، چې تېره اوونۍ د ولسي جرګې په دوه غړو بریدونه وشول او د فکوري بهشتي برید پړه هیڅ کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه وا نهخیسته.
د ولسي جرګې رییس وايي، چې دا ډول پیښې پوښتنې پیدا کوي.
نوموړي زیاته کړه: " زما خطاب کشفي او امنیتي بنسټونو ته دی، چې باید په دې اړه افغان ملت په ځانګړي توګه ولسي جرګې ته واضح ځواب ولري، چې څرنګه دښمن مسولیت نه اخلي، زما وکیل ټپي کېږي او د تهدیداتو په اړه هم خپله امنیتي بنسټونه ولسي جرګې ته راپور ورکوي، چې یوشمیر وکیلان ترخطراو د دښمن تر ګواښ لاندې دي."
دا پهداسې حال کې ده، چې تېره ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې هم یوشمیر سناتورانو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.
تیره میاشت په کابل ښارکې د دې جرګې د غړي معلم میر ولي پر کوربرید وشو، چې په پایله کې یې د هغه لمسی او د عبیدالله بارکزي زوی ووژل شول او خپله معلم مېرولي ټپي شو، له هغې وړاندې شیرولي وردګ هم په یوې بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او وروستۍ پیښه یې د ولسي جرګې په غړي فکور بهشتي برید و، چې د برید مسولیت کومې وسلهوالې ډلې وا نهخیست.