ولسي جرګې د ولسمشرغني بل فرمان هم رد کړ

ولسي جرګې نن په عمومي غونډې کې له خپلواکو ادارو او تقنیني سندونو د «خپلواک» کلمې لرې کولو په تړاو د ولسمشر تقنیني فرمان رایې ورکولو ته وړاندې کړ.

د ولسي جرګې تقنین کمېسیون دغه فرمان د اساسي قانون مادو خلاف بولي. د دغه کمېسیون غړي قاضي نذیراحمد حنفي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکۍ ته په اشارې سره وايي چې له بنسټونو د خپلواک کلمې لرې کول به لکه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د دغو واحدونو خپلواکي تر پوښتنې لاندې یوسي.

د ښاغلي حنفي په وینا، ولسمشر داسې مهال له خپلواکو ادارو د خپلواکې کلمې لرې کولو فرمان صادر کړ چې خپله يې د مسلکي زده‌کړیو انسټیټوټ خپلواک کړ او پوهنې وزارت يې په دوو برخو ووېشلو.

د ولسمشر فرمان د تایید یا رد په اړه د خبرو اترو پر مهال ۷ کمېسیونونو دغه فرمان ته د رد رایه ورکړه او ۳ نورو تایید کړ.

هغه وکیلان چې د ولسمشر دغه فرمان تایید غوښتونکي وو؛ وايي چې یو شمیر بنسټونو له خپلواکې کلمې ناوړه استفاده کړې او هېڅ بنسټ ته ځواب ویونکي نه‌دي.

له‌دې ټولو سره ـ سره د وکیلانو له بحث وروسته د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له خپلواکو ادارو او تقنیني سندونو د خپلواک کلمې په تړاو د ولسمشر تقنیني فرمان رایې ورکولو ته وړاندې کړ چې د ۳۵ مثبتو او نورو منفي رایو په اخېستلو سره رد شو.

د ولسي جرګې ځېنې وکیلان باوي دي چې ولسمشر د ورته شان فرمانونو په صادرولو سره باید د قانون جوړونې په برخه د ولسي جرګې واکونه محدود نه‌کړي او په بدل کې يې د تعدیلي طرحې په وړاندې کولو د یو بنسټ خپلواکي یا ناخپلواکي اصلاح کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام