
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، چې "افغان دولت د سولې غږ اول پورته کړی دی او تل سوله غواړي".
د تېرې سې شنبې په ورځ د مهمو دولتي چارواکو د خوندیتوب پر ریاست له خونړي برید او د سولې او جګړې په اړه ارګ، ملي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو د ویاندویانو له څرګندونو وروسته د افغان سولې د برخلیک او له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې.
حکومتي چارواکو په خبري غونډو کې ویلي وو، هغه څوک چې سوله په جنګ ځوابوي، دوی به له هغوی سره د سولې په ځای جګړې ته لومړیتوب ورکړي.
د دغو ټولو اندېښنو د ځواب او د سولې په اړه د دولت د دریځ روښانه کولو په اړه دواخان مینه پال له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، هغه ترهګریزې ډلې چې د سولې خبرو اترو ته په تاوتریخوالي او چاودنو ځواب ورکوي، افغان امنیتي ځواکونه به یې نابود کړي.

مینه پال په مرکه کې وویل، دولت داسې سوله غواړي، چې د هېوادوالو او افغانستان ګټې په کې خوندي وي.
نوموړی همدا ډول زیاته کړه، چې په بهر کې د حکومت اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړې دي او " که له چا سره جګړه او یا سوله کوو د ملي ګټو په چوکاټ کې به وي".
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال همدا ډول وویل، چې د افغان سولې په اړه څلور اړخیزې غونډې د افغان حکومت په غوښتنه ترسره شوې او د هغه په وینا، حکومت به له دې لارې یو وارې بیا د سولې خبرو اترو ته دوام ورکړي.
د سولې خبرو اترو په اړه د سیاسي چارو شنوونکي وايي، د افغانستان د اوسنیو ستونزو حللاره سوله ده.
د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار په دې اړه وویل، په حکومت کې د ننه دوه ډلې شته، چې یوه یې د سولې او بله یې د جګړې غوښتونکي دي.
حسن حقیار په مرکه کې وویل، چې یوه ډله یې له پخوا راهیسې له طالبانو سره فکري او سمتي اختلافات لري او سوله په خپل زیان بولي" پخوا یې هم سوله نه غوښتله او اوس یې هم نه غواړي".
حقیار د دویمې ډلې په اړه وویل، دا ډله په دې پوهیږي، چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حلیږي او یوازېنۍ د حل لاره یې سوله ده.

د چارو شنوونکی حقیار زیاتوي، دا سمه ده، چې د تېرې سې شنبې برید افغانان او حکومت خواشینی کړی دی، خو حکومت باید د سولې خبرو ته شا نه کړي.
له بل لوري د سیاسي چارو شنوونکی نجیب منلی وايي، چې له وسله والو طالبانو سره به د افغان حکومت د سولې خبرې نه دریږي او نه به ودرول شي.
نوموړي وویل، چې افغانستان د جنګ په حالت کې دی او افغانان سوله غواړي، نو باید د جنګ لومړیتوب هېر نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې هم کله چې په پاکستان کې د سولې د خبرو لومړی پړاو ترسره شو، نو د کابل په شاه شهید سیمه کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله بېرته د سولې خبرې اترې د څو میاشتو له پاره وځنډېدلې.





