ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د امنیت رییس استجواب کړي

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت لوی رییس او د نفوسو د احوالو ثبت ادارې رییس د استجواب په موخه وربلل شوي وو. له دغو چارواکیو وکیلانو د طالبانو د الخندق عملیاتو څرنګوالي، د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې او د پېژندپاڼو وېش مرکزونو د امنیت په اړه ګڼې پوښتنې وکړې. 

غونډې ته د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل د طالبانو د الخندق په نوم عملیاتو شنډولو په موخه امنیتي او دفاعي ځواکونو جدي عملیات پیل کړي او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې ده.

جنرال طارق شاه بهرامي زیاته کړه، د ټاکنو امنیت ټینګښت په موخه به تر ټاکنو مخکې په ۲۱۶ ولسوالیو کې پراخ عملیات ترسره شي. په وینا یې اوس هم په ډېرو سیمو کې عملیات روان او ملي اردو پر خپل ټول توان د دوښمن پرضد جنګېږي.

ښاغلي بهرامي پر سیاسي مشرانو او د ملي شورا پر غړیو غږ وکړ چې ځوانې ملي اردو ته دې د نړۍوالو مرستو په جلب کې وس چار وکړي.

هغه وايي، ګواښونو ته په کتو باید اردو ته قوي امکانات برابر شي.

د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزي وکیلانو ته وویل شونې ده د نوم‌لیکنې او پېژندپاڼو وېش لړۍ اوږده شي نو باید د سايتونو امنیت په ساتنه کې د سیمه‌ییزو مخورو مرسته جلب شي.

د ستانکزي په وینا له ۶ زره ډېر مرکزونه دي چې څه باندې ۴ زره یې په امن سیمو، یوزرو او ۱۲۲ نور د منځنۍ کچې امنیت لري خو یوزرو او ۱۲۰ مرکزونو امنیت تر ګواښ لاندې دی چې په اړه یې د سیمه‌ییز مخورو مرستې ته اړتیا شته.   

د ولسي جرګې غونډې ته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، د دښت برچي پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

ښاغلي برمک زیاته کړه افغانستان د نورو د سیالۍ پر ډګر بدل شوی یانې افغانستان اوس د یو یا دوو هېوادونو له ګواښ سره نه بلکې د څوو هېوادونو له ملاتړه برخمنو وسله‌والو مخالفینو سره مخ دی او غواړی په چاودنوسره ولس و وېروي چې پر حکومت او ټاکنو یې باور کم او نړۍوالو ته وښیي ډیموکراسي نا کامه ده.

د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک د پېژندپاڼو جعل په اړه د څو کسانو نیول کېدو خبر هم ورکړ. 

د نفوسو د احوالو ثبت ادارې مشر همایون محتاط وکیلانو ته وویل چې دوی د پېژندپاڼو وېش په اړه پوره چمتووالی لري او د مرکزونو شمېر به نور هم زیات کړي.

په غونډه کې د کابل د دښت برچي پېښې په اړه یوې وکیلې پر ښاغلي محتاط تور ولګولو چې ګنې له یادې پېښې نوموړی خبر و، خو مخه یې ونه‌نیوله. ښاغلي محتاط په ځواب کې وویل له برید وروسته دی د پېښې ځای ته ورغلی و خو د ځایې خلکو تر برید لاندې راغی چې کوم یو مخور ژغورلی و.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي ټاکنو ته د نوم‌لیکنې او د پېژندپاڼو وېش مرکزونو امنیت په اړه د اندېښنې په ښودلو وویل د وکیلانو د معلوماتو پربنسټ دوښمن پلان لري دغه ملي بهیر ناکام کړي.

ده وویل هره اوونۍ له ۳۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل کېږي نو ځکه خو امنیتي چارواکي باید امنیت ته جدي پام وکړي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه وکیلان وړاندیز کوي چې باید امنیتي او دفاعي ادارې ګډه بېړنۍ غونډه وکړي او جدي امنیتي تدبیرونه ونیسي.

دا داسې مهال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک د مشرانو جرګې غونډې ته ویلي و، ترهګر د تورو ښیښو په موټرو کې کابل ښار ته راځي.

نوموړي دا هم ویلي و، که یې مخه نیسي نو بیا ځینې مشران او ان د ملي شورا غړي یې واسطه کېږي په دې اړه نن د ولسي جرګې ځېنو غړیو له وزیره وغوښتل چې د دغو کسانو نومونه په ډاګه کړي خو د کورنیو چارو وزیر د چا نوم یاد نه‌کړ.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام