ولسي جرګه: د کابل پوهنتون د شخړې موضوع دې وڅېړل شي

په کابل پوهنتون کې د محصلانو ترمنځ شخړه د ولسي جرګې د یوشمېر غړیو توند غبرګون راپارولی دی.

دوی په یاد اکاډمیک مرکز او علمي چاپېریال کې دا ډول پېښې خواشینوونکې وبللې او ټینګار یې وکړ چې باید وڅېړل شي.

د ولسي جرګې غړی محمدعلي اخلاقي له لوړو زده‌کړو وزارت نه وغوښتل چې په پوهنتون کې د دا ډول پېښو د مخنیوي ترڅنګ، د هغو کسانو مخه هم ونیسي چې له بهره پوهنتون ته اختلافات وروړي.

یوشمېر نور وکیلان د شخړې پرمهال پوهنتون ته د وسلو وړل د اندېښنې وړ وبلل. د ولسي جرګې غړيو نادرخان کټوازي او نسیمې نیازې وویل، د لوړو زده‌کړو وزارت باید ولسي جرګې او افغانانو ته ځواب ورکړي چې چا، څه ډول او د چا په همکارۍ پوهنتون ته وسلې وړې دي؟

بلخوا د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په کابل پوهنتون کې د یوه محصل وژل کېدل او د ۱۹ نورو ټپي کېدل ناورین وباله او د جرګې له دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده‌کړو له کمېسیون نه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د لوړو زده‌کړو وزیر د وضاحت او ځواب ویلو له‌پاره کمېسیون ته ور وغواړي.

خو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، د کابل پوهنتون په شخړه کې هېڅ محصل وژل شوی نه‌دی، بلکې یاد کس د رحمان‌بابا زده‌کوونکی دی چې د ده‌بوري څلورلارو سره وژل شوی دی.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د کابل پوهنتون د نظم او دسېپلین کمېټه به له هغو محصلانو سره قانوني چلن کوي چې په یاده پېښه کې ښکېل وو.

بلخوا د کابل پولیسو د تېرې پنجشنبې په ورځ ومنله چې محصلانو د ډوډۍ نوبت پرسر شخړه کړې او له دواړو لوریو یې ۳۵ محصلان د څېړنو له‌پاره نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام