ولسي جرګه د کابل لاریون د تاوتریخوالو د څېړلو په موخه پلاوی ټاکي

د ولسي جرګې د نن ورځې عمومي غونډه د تېرې چهار شنبې او جمعې ورځو د پېښو څرنګوالي ته ځانګړې شوې وه؛ وکیلانو وویل، دواړه پېښې خونړۍ دي، باید د څېړلو له‌پاره یې یو پلاوی وټاکل شي.

د ولسي جرګې غړي اقبال صافي وویل، د ولسي جرګې پلاوی باید د چهار شنبې ورځې د خونړۍ پېښې د څرنګوالي په اړه د امنیتي چارواکو ځوابونه ترلاسه کړي او د دې ترڅنګ دا پلاوی د جمعې د ورځې د لاریون موضوع هم وڅېړي.

صافی وايي، په لومړي سر کې لاریون سوله ییز، روا غوښتنې او نیوکې یې درلودې خو له څو ساعتونو وروسته د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر پخوانۍ ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح چې په دولت کې مهمه دنده لري؛ لاریون کوونکي د خپلو شخصي موخو له‌پاره  له اصلي لارې تاوتریخوالي ته راوګرځول.

نوموړي وویل، د ولسي جرګې پلاوی باید دیادو کسانو او په لاریون کې له دواړو لوریو ډزې کوونکي  کسانو پیداکړي او ملامت کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.

د ولسي جرګې بل غړی حاجي الماس جاهد وویل، د چهار شنبې  ورځی پېښه ډېره ستره او خونړۍ وه، خو د جمعې د ورځې پېښه ځکه ډېره مهمه ده؛ چې له لاریون څخه څو تنو سیاستوالو د خپلو ګټو په پار استفاده وکړله.

الماس جاهد وايي، د ولسي جرګې پلاوی باید دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

نوموړي وویل، هغو کسانو چې د عامو خلکو له پاکو احساساتو ناوړه استفاده کړې او د لاریون پرمهال د دواړو لورو ډزې کوونکي دې تشخیص او عدلي قضايي بنسټونو ته وسپارلی شي.

د ولسي جرګې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د چهار شنبې او جمعې ورځو د پېښو په اړه دې  ژوره څېړنه وشي او ولسي جرګه  باید حکومت ته یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې کړي  او دا چې د ناامنیو د کابو کولو په اړه باید څه وشې د یک شنبې په ورځ دی هم د ولسي جرګې په ځانګړې عمومي غونډه کې یو ځل بیا په دې اړه د وکیلانو نظرونه واورېدل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام