د ولسي جرګې ځېنې غړي د نظامالدین قیصاري له کسانو سره د امنیتي ځواکونو چلند وحشیانه، غیرانساني، له ظلمه ډک او د بشري حقونو د قوانینو خلاف بولي.
خو د جرګې یوشمېر نور غړي بیا د نظامالدین قیصاري کسانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو له چلند هرکلی کوي او وايي، حکومت باید د ټولو نامسوولو وسلهوالو کسانو پر وړاندې دغسې یو چلند ولري.
د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم لوړپوړی استازی او د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان نظامالدین قیصاري ۱۲ ورځې مخکې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او د شپې لهخوا کابل ته ولېږدول شو.
که څه هم تراوسه د قوماندان قیصاري نیولو لامل روښانه شوی نهدی، خو د هېواد یوشمېر امنیتي او دفاعي چارواکیو د هغه نیولو پر مهال، زورواکي، له پوځي واک څخه ناوړه ګټه او داسې نور موارد یې د هغه د نیولو لاملونه په ګوته کړل.
د ښاغلي قیصاري له نیولو وروسته فاریاب، تخار، جوزجان، سرپل، بغلان، بدخشان، بلخ او هرات ولایتونو کې د جنرال دوستم پلویانو لاریون وکړ او د قیصاري خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.
د هغه له نیولو یوولس ورځې وروسته ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه چې د قیصاري له کسانو سره د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند ښکارندويي کوي.
د خلکو ترڅنګ د ولسي جرګې غړیو هم پر دغې ویډیو بحث وکړ او د هغوی غبرګونونه یې راپورته کړل.
د ولسي جرګې غړیو عارف رحماني او اللهګل مجاهد وویل، د حکومت مشران په دغسې یوې پرېکړې سره د پوځ او ملي امنیت ځواکونو حیثیت او دریځ ته ضربه رسولې ده. دوی زیاتوي، حکومت د نامسوولو وسلهوالو کسانو نیولو په پلمه د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې له پوځ او امنیتي ځواکونو څخه ګټه پورته کوي.
ورته وخت کې د ولسي جرګې دوه نور غړي عبیدالله بارکزی او حیدرجان نعیمزوی، د ولسمشر او امنیتي ځواکونو له کارکړنې ملاتړ کوي او وايي، چې دغه بحث ته دې سیاسي رنګ نه ورکول کېږي. دوی وايي، که حکومت د زورواکیو مخنیوی نه کوي بیا هم له خلک غږ پورته کوي، که پروړاندې یې اقدام کوي، بیا چغې جوړیږي.
له دې سره، ټول وکیلان د ښاغلي قیصاري نیولو او د هغه له کسانو سره د تاوتریخوالي ډک چلند څېړلو لهپاره د پلاوي په ګومارلو ټینګار کوي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې استازو همدې غوښتنې پر بنسټ وايي، باید د درېیو کمیسیونونو ګډ پلاوی سیمې ته لاړ شي او له هراړخیزو څېړنو وروسته جرګې ته خپل رپوټ وړاندې کړي.