ولسمشر ولې ناسنجیده فرمان ورکوي؟

افغان ولسمشر تر اوسه پورې په زیاتو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو اړوند فرمانونه صادر کړي دي. خو داسې ښکاري، چې ځېنې فرمانونه یې حقوقي بنسټ نه لري او ولسمشر ته د منسوبو صلاحیتونو او اساسي قانون خلاف دي.

څه وخت مخکې ولسمشر غني د مالیې او مخابراتو وزارتونو څخه وغوښتل، چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو له کارونکو څخه د مالیې ګرځولو له پاره یو سیستم جوړ کړي.

د غني د فرمان پر بنسټ و ټاکل شوه، چې د مخابراتي شبکو د سیم کارټونو کارونکو څخه د هر ځل کرېډټ کارټ په اضاف کولو ۱۰سلنه مالیه په خپل سرې ډول وګرځول شي.

ولسي جرګې له دوبنیو رخصتویو او د کار له پیل څو ورځې وروسته د ولسمشر دغه فرمان د رایو په غوڅ اکثریت رد کړ.

اشرف غني په وروستیو کې د کابلبانک پوروړو له ډلې خلیل الله فروزي له زندان څخه خوشې کړ او د خلیل الله ازادولو په رسنیزو بنسټونو او د سیاسیونو په محفلونو کې تند غبرګونونه راوپارول؛ بلاخره ولسمشر اړ شو، چې د شنبې په ورځ خپل فرمان بېرته واخلي.

سیاسي او حقوقي شنونکي په دې باور دي، چې د جمهورییس له لوري په پرلپسې ډول د فرمانونو صادرول او ردول د دې لامل کیږي، چې په خلکو کې د حکومت په اړه بې باوري پیدا کړي.

دغه شنونکي وايي، چې د اشرف غني له لوري د ناسنجیده فرمانونو صادرول د غني او د سلاکارانو ترمنځ نه پوهاوی ښکاره کوي.

د ولسي جرګې غړي حفیظ الله منصور سلام وطندار ته وویل، چې د ولسمشر ناسنجیده فرمانونو صادرول ښيي، چې غني سیاسي پوهاوي او له ټولنیز حالت څخه سم درک نه لري.

منصور په دې باور دی، چې د  بېلا بېلو قضیو په اړه د ولسمشر بې ګټې پالیسیانې او حکومونه د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د غني د ماتې په معنا ده.

ده وویل، چې اشرف غني د هېواد په ډېرو قضیو کې د فشارونو له امله شاه تګ کوي او مجبوریږي، چې نفوذي ډلو ته امتیازات ورکړي.

همدا راز د جرګې بل غړي احمد بهزاد سلام وطندار ته وویل، چې د ولسمشر له خوا د پرلپسې فرمانونو صادرول او لغوه کول د هېواد بې نظمه حالت نور هم سخته وي.

نوموړي د خلیل الله فروزي په اړه د ارګ فرمان ته په اشارې وویل، چې دغه فرمان د محاکمو بې باورۍ لامل کیږي او خلک د عدلي او قضايي بنسټونو په اړه بې باوره کوي.

د کابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي وايي، چې د ولسمشر وروستی فرمان ناقانونه دی او دغه فرمان ثابتوي، چې دولت له حقوقي مفاهیمو سم درک نه لري.

دی په دې باور دی، چې ولسمشر په زیاتو برخو کې د کارونو اړخیزو مسایلو له ارزولو پرته لاس په کار کیږي او په دې ډول فرمانونو سره تر ارګ د چاپېرو خلکو شخصي غرضونه ښکاره کوي.

د ولسي جرګې ځېنې غړو د خلیل الله فروزي د خلاصېدو او هوشمند ښارګوټي جوړولو په وايي، چې غني لومړی فرمان لاسلیک کوي او بیا يي لولي.

سره له دې، چې ولسمشر په بېلا بېلو برخو کې لسګونه سلاکاران لري، خو معلومه نه ده، چې ولې ارګ د فرمانونه په صادرولو کې حقوقي مسایلو ته پاملرنه نه کوي؟

ولسي جرګې په پرلپسې ډول ولسمشر په قانون ماتونې تورن کړی دی، خو ارګ دغه فرمانونه د هېواد او خلکو په خیر بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام