
ولسمشر محمداشرف غني غزني ولایت ته لاړ او هلته یې په یوې غونډې کې وویل، د دې ولایت د توطيې ژوروالی به د ملي امنیت له لوري وڅېړل شي او کمزورتیاوې به یې په ډاګه شي.
ښاغلي غني د امنیتي ځواکونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کېدا ټینګار وکړ او ويې ویل، کومو کسانو – چې د غزني په جګړه کې اتلولي کړې – تقدیر به شي.
ولسمشر امنیتي مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د غزني پولیس به بېرته احیا او د دې ښار د امنیت تامینولو لهپاره به نورې امنیتي حوزې جوړې شي.
محمداشرف غني غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د شهيدانو روح ته د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ او د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ملکيانو د شهيدانو روح ته يې دعا وکړه.
ولسمشر غني له یوې سختې جګړې وروسته – چې سلګونو طالبانو او له سلو زیاتو افغان ځواکونو ته پهکې تلفات واوښتل – غزني ولایت ته سفر وکړ.





