ولسمشر محمداشرف غني هرات ته سفر کې د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې هېوادونو د استازیو په حضور کې د لاجوردو لارې پروژې پرانېسته وکړه.
د لاجوردو ټرانزیټي لار د افغانستان د هرات له تورغونډۍ او د فاریاب له اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمنباشي بندر ته رسېږي او له هغې وروسته دغه لار له ترکمنستان، آذربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکیې نه په تېریدلو اروپا ته رسېږي.
ولسمشر محمداشرف غني پهدې اړه جوړیو شوو مراسمو ته وویل، د لاجورد لارې رامنځته کولو موخه، د سویلي اسیا لارو سره د افغانستان نښلولو په معنا نهدی، بلکې مرکزياسیا، قفقاز، او اروپا سره د سویلي اسیا نښلول دي.
د ولسمشر په وینا، څلور کاله مخکې ګواښکېدلو چې ځېنې لارې به راباندې بندې شي؛ خو اوس به د لاجورد لارې په پرانیستل کېدو سره افغانستان د مرکزياسیا او اروپا په دروازې بدل شي.
د لاجورد لارې په پرانېستلو سره افغانستان د خپلو کرنیزو محصولاتو نهه کانټینرونه ـ چې ممیز، تارونه، مالوچ، د هندواڼې او کنجد تخم په کې شاملېږي ـ له دې لارې نړۍوالو بازارونو ته صادر کړل.
د ټرانسپورټ وزیر محمد حمید تهماسي وايي، د سوداګریزو توکیو لومړنۍ جوپه نن د تیر سیستم (ټي آی آی) په چوکاټ کې ـ چې ټرانزیټي تسهیلات برابروي ـ استول شوېده.
د ده په وینا، دغې جوپه کې ۱۸۰ ټنه مال د افغانستان پلېټلرونکیو لاریو پهواسطه لېږدول کیږي.
د ترکمنستان، آذربایجان او ترکیې هېوادونو استازي پهدې باور دي چې د لاجوردو لار سیمه کې د اقتصاد او سوداګرۍ پرمختګ لامل کېدلی شي.
یو شمېر سوداګر هم وايي، پخوا به یې یوازې یو څو ګاونډیونو هېواودنو ته صادرات لرل؛ خو اوس په کم لګښت او ډېرو اسانتیاوو سره د افغانستان سوداګریز توکي نړۍوالو بازارونو ته لېږدولی شي.