
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې غړیو یو ځل بیا د ۱۳۹۹ کال د مالي بودیجې پر سند نیوکې وکړې.
د ولسي جرګې غړیو وویل چې د ۱۳۹۹ کال په مالي بودیجه کې پراختیايي پروژې هغو ولایتونو ته ورکړل شوي چې ډېر امکانات لري، په داسې حال کې چې دا ځل باید لږ پرمختللیو ولایتونو ته هم پام شوی وای.
په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمې عزیز وویل، د ۱۳۹۹ کال د بودیجې په سند کې متوازنه پراختیا په پام کې نه ده نیول شوې او هغه پراختیايي پروژې پهکې نه دي ځای شوي چې خلک ورته اړتیا لري.
د ولسي جرګې یو بل غړی مخدوم ابدالالله محمدي هم وايي چې د ۱۳۹۹ کال بودیجه د منلو نه ده او باید له سره پرې کتنه وشي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم د وکیلانو د خبرو پخلی کوي او وايي، د ۱۳۹۹ کال بودیجه په سلیقهيي توګه جوړه شوې چې په وینا یې، په ځینو ولایتونو کې یوازې یوه پروژه په پاک کې نیول شوې ده.

خو د مالیې وزارت د ویاند مرستیال عبدالله درمان سلاموطندار ته وویل، د ۱۳۹۹ کال مالي بودیجه د افغانستان شته امکاناتو ته په کتو جوړه شوې، نه اړتیاوو ته.
د نوموړي په وینا، د اړتیاوو کچه ډېره ده او دغه وزارت د ټولو اړتیاوو پوره کولو لپاره لازمه بودیجه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې په تېرو غونډو کې هم ځینو استازیو د ۱۳۹۹ کال د مالي بودیجې سند نا عادلانه بللی و.
اړوند مطالب:
د راتلونکي کال بودیجې په تصویب کې د ځنډ په اړه د مالیې وزارت اندېښنې





