ولسمشر محمد اشرف غني پهدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، دا پروژه د ۱۶ مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري چې په وسیله به یې ۷ زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي.
ولسمشر زیاته کړه، په تېرو کلونو کې بادغېس ولایت ته لازم پام نهدی شوی؛ خو د ملي یووالي حکومت ورته ځانګړی پام اړولی چې اوس د یوې سترې بېعدالتۍ د پای جشن نمانځو. نوموړي د بادغېس اوسېدونکیو ته ډاډ ورکړ چې د قیصارـ لامان حلقوي سړک او د دې ولایت د اوسپنې پټلۍ به هم بشپړ شي.
د ۱۱۰ مېګاواټه برېښنا مسیر د ترکمنستان له پولې د دې ولایت تر مرکز «شهرکلا» پورې ۵۴ کیلومتره کېږي.
ولسمشر زیاته کړه، د قیصار ـ لامان سړک له بشپړېدو سره به بادغیس له هرات او نورو شمالي ولایتونو سره وصل شي.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی د برېښنا رسونې د دې پروژې له پرانېستې خوشاله دی؛ خو له حکومته غواړي چې پهدې ولایت کې نورې زېربنايي پروژې په پلان کې ونیسي.
ده په ورته وخت کې خوښي څرګنده کړه چې سبا شپه به د بادغیس ولایت اوسېدونکي د دې خوشاله په پار جشن ونیسي.
د بادغیس اوسېدونکي مجبور وو چې د هر کیلو واټ جنراټوري برېښنا په بدل کې ۴۵ افغانۍ ورکړي؛ خو اوس به له دې مجبوریته خلاص شي.