ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې: اوربند ته دوام ورکړئ ترڅو د سولې خبرې پيل شي

ولسمشر محمد اشرف غني نن په طالبانو غږ وکړ چې اوربند ته دوام ورکړي ترڅو د سولې خبرې پيل شي او له دوی يې وغوښتل چې ځان له افراطي حرکتونو بېل کړي.

نوموړي دا څرګندونې نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزیرمحمداکبرخان جامع جومات د امام او خطیب دوکتورمحمدایاز نیازي جنازې ته چې پرون په یوه تروریستي برید کې ووژل شو، د درناوي په مراسمو کې وکړې.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر پر طالبانو غږ وکړ: «هغه اوربند ته چې د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د خلکو د خوښۍ لامل شو، دوام ورکړئ او ځان له افراطي حرکتونو جلا کړيئ، ترڅو ژر د سولې مذاکرات پیل شي.»

خبرپاڼه زياتوي چې جمهور ريیس غني له د دين له علماوو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره په یو صف کې کار وکړي او زياته يې کړه چې سوله او د اسلام د مبین دین او اساسي قانون ارزښتونه عملي شي.

محمد اياز نيازی د کابل په وزیر محمد اکبرخان جومات کې تېر ماښام د چاودېدونکيو توکيو د چاودنې له کبله ووژل شو. په دې چاودنه کې یو بل لمونځ کوونکی هم ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې مسووليت نه دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام