د شاه‌امان‌الله خان پر روغتون او د کورنیو چارو وزارت پر پخوانی ودانۍ د بریدونو مخه ونیول شوه

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د وسله‌والو طالبانو ۷ کسیزه ډله یې نیولې ده چې د کورنیو چارو وزارت پر پخوانۍ ودانۍ او د شاه‌امان‌الله خان پر روغتون یې د ځانمرګو بریدونو پلان درلود.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي دي نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د خبرپاڼې پربنسټ دغو ۷ تنو بریدګرو د پاکستان په چمن سیمه کې د اصحاب‌الجنه، هاشمیه، اصحاب‌الصفه، منصوري لښکر و عمري لښکر په مدرسو کې د ځانمرګو بریدونو ښوونه او روزنه لیدلې وه.

هدایت د عزیزالله زوی، جمال‌الدین د محمدالدین زوی، هدایت‌الله د جیلاني زوی، عزت‌الله د محمدلعل زوی، عزت‌الله د فیض‌الدین زوی، حبیب‌الرحمن د عظیم‌جان زوی او ضیاالحق د نظرګل زوی د ملي امنیت له‌خوا نیول شوي او نومونه یې په خبرپاڼه کې راغلي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي امنیت لوی ریاست داسې مهال د دغو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي چې په کابل ښار کې په دې وروستیو کې خونړۍ پېښې وشوې. په دغو پېښو کې ۳۰ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام