ولسمشر اشرف غني د ښځې نړېوالې ورځې په مناسبت په يوې جوړې شوې غونډه کې وویل، چې باید په دولتي ادارو کې د پخواني رهبرانو انحصاري حقوق مات شي او پرځای يې نوي استعدادونه و ګمارل شي.
تېره ورځ د ځينو رسنيو له لوري داسې راپورونه خپاره شول، چې ګوندې د بهرنيو چارو په وزارت کې ځينې دولتي او حکومتي مشرانو خپل زامن او نژدې خپلوان د دغه وزارت په بېلابېلو ادارو کې ګومارلي دي.
په دې اړه ولسمشر غني کلک غبرګون و ښود او زياته يې کړه، د حکومت له لوري پلاوي ټاکل شوی، چې د بهرنيو چارو په وزارت کې د هغو کسانو لیست ترتیب کړي، چې د شخصي او کورنيو اړيکو پر بنسټ دغه وزارت کې پر دندو ګومارل شوي دي.
ولسمشر اشرف غني وویل، چې د ښځو اوسني حقوقو ته باید په بنسټیز ډول بدلون ورکړل شي او دغه حقونه په افغاني فرهنګ کې تقويت شي.
ده په تالار کې ګډون کوونکو ښځو ته وویل، د ترکيې هېواد سره يې هوکړه کړې، چې په کابل کې د افغان ښځو لپاره يو ځانکړی پوهنتون جوړ کړي.
د نوموړي په وينا د دغه پوهنتون د ودانۍ چارې به ډېر ژر په کابل کې پېل شي.
افغان ولسمشر زیاته کړه، چې حکومت ښځو ته د رهبريت لنډ مهالو کورسونو لپاره منظم پلانونه په پام کې لري.
غني وویل، له دې وروسته هر وزارت او اداره مکلفه ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونیسي او په منظم ډول د تاوتريخوالي راپورونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.
غني دا ژمنه هم وکړه، چې د هېواد په وزارتونو، سفارتونو او معينیتونو کې به ښځو ته ونډه ورکړي.
همدارنګه د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل غني هم وينا وکړه او د افغان ښځو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دغه غونډه کې د حکومت اجرايوي مشرعبدالله عبدالله پېغام هم ولوستل شو او نوموړي هم په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی و.
د ښځو چارو وزارت سرپرستې سيده مژګان مصطفوي له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د ښځو چارو وزارت له ادارو څخه ملاتړ وکړي او په بېلابېلو ارګانونو کې ښځو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.