یو داعشي خپل «زوم» له طالبانو سره د بیعت په سر وژلی

د جوزجان د قوش‌‌تپې ولسوال امین‌الله امین سلام وطندار ته وویل چي دا پېښه بېګا ناوخته په‌دې ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ازبیکستاني داعش «زوم» د هغه امر ونه منلو او له طالبانو سره یې بیعت وکړ.

د قوش‌تپې د ولسوال په وینا، دا سړی خطیب نومېږي او د داعشیانو مالي مسوول دی. خطیب چې څنګه په‌خپل زوم باندې د بم‌ویشتونکي ټوپک ډز کړی؛ د هغه له‌خوا پرې لاسي بم وراچول شوی چې په پایله کې یې خطیب ټپي شوی‌دی.

ښاغلي امین زیاته کړه چې د خطیب د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته؛ خو دومره خبر دي چې د هغه د ښي لاس ۵ ګوتې پرې شوې‌دي.

داعشیانو تر دامهاله رسنیو ته په‌دې اړه څه‌ نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام