ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې په راتلونکو اونیو کې د داعش جرړې وباسي

ولسمشر غني د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په قوماندانۍ کې یوې سترې نظامي غونډه ته د خبرو پر مهال افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې تر راتلونکو څو اونیو پورې په ختیځ کې د داعش خلاف نظامي عملیات وکړي او د دې ترهګریزې ډلې ریښې وباسي.

غني وویل، د هېواد په کچه د شفق پيل شویو عملیاتو په ترڅ کې به ډېر ژر ختیځ ولایتونه د داعش له موجودیته پاک کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني همدا راز وویل، د افغانستان جګړه نړیواله او سیمه ییز ده او څوک یې، چې داخلي جګړه بولي، تېروتي دي.

د هغه په خبره، نړیوالې ټولنې د افغانستان دوښمنانو ته په روښانه ټکو دا پیغام ورکړی، چې جګړه نه شي ګتلی، دوی باید خبرو ته کېني او مذاکرات وکړي.

غني زیاتوي، چې نړیواله ټولنه هېڅکله افغان ځواکونه یوازې نه پرېږدي او تر راتلونکو درېیو کلونو پورې د پوځ په تقويې، تجهیز او تمویل کې له دوی سره همکاري کوي.

ولسمشر دا هم وویل، چې یولس زره نړیوال سرتیري به د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړتیا له پاره په ټولو قولو اردوګانو کې ځای پر ځای کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني همدا راز د هغو امنیتي او پوځي مشرانو ستاینه وکړه، چې د تور خم په جګړه کې د پاکستان په خلاف وجنګېدل او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل، چې د دوښمن د هر ډول پلان په وړاندې کلک ودرېږئ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام