ولسمشرۍ ماڼۍ: د سولې عالي شورا به نه‌ لغوه کيږي

د ولسمشر ځای ناستي ویاند شاه حسین مرتضوي هغه اوازې رد کړې، چې له مخې يې ویل کېدل د سولې عالي شورا به د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا لغوه اعلان شي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د سولې عالي شورا به پر خپل ځای پاتې وي، ځکه پر خبره يې، سوله د حکومت له لومړیتوبونو ده، چې د سولې عالي شورا له لارې ټینګېدی شي.

د اکرم خپلواک ټاکل کېدل

شاه حسین مرتضوي دا هم وویل، چې د ولسمشر یوه فرمان پر بنسټ په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد اکرم خپلواک د خپلې اوسنۍ دندې په خوندیتوب د سولې پروسې او بیا یوځای کېدنې پروګرام او همدارنګه د سولې عالي شورا دارالانشا رییس په توګه ګومارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د اکرم خپلواک په راتګ سره به د سولې عالي شورا بیا ژوندۍ شي.

مرتضوي وايي، چې د سولې عالي شورا له‌پاره نوې ستراتيژي تدوین شوې او د دغې ستراتيژۍ د پلي کولو سره به شورا اغیزمن رول ولوبوي.

راتلونکې اوونۍ به د حزب اسلامي ځینې بندیان خوشي شي

 

همدارنګه مرتضوي وویل، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې هوکړه‌لیک پر اساس د یاد حزب یو شمیر بندیان هم له بنده خلاصیږي.

د مرتضوي پروینا، له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په اړه د حکومت او دغه ګوند ترمنځ ټول مسوولیتونه، چې حکومت پورې تړاو لري تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې بشپړ او عملي کیږي.

هغه وویل: "له عملي پلوه د هوکړه لیک مواد د وروستي کېدو په حال کې دي او د هغې هوکړې پر اساس چې شوې د حزب اسلامي بندیانو یو برخه هم خوشې کیږي".

د مرتضوي پروینا، له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک  تطبیق له پاره حکومت ټول چمتوالی نیولی او سترګې پر لار دی چې حزب اسلامي د ګلبدین حکمتیار د راتګ نېټه اعلان کړي.

د ولسمشر غني رسمي سفر

مرتضوي وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه اندونیزیا، اسټرالیا او سینګاپور ته سفر کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې غني به د یاد هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه وکړي.

د دې ترڅنګ به ولسمشر، د ټرانزیټي، کانونو استخراج، ظرفیت لوړونې، لوړې زده‌کړې او کرنې پراختیا په اړه هم د یادو هېوادونو له بېلابېلو لوړ پوړو مقاماتو سره خبرې اترې ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام