
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر محمداشرف غني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست محمدحنیف اتمر نه غوښتي چې له ډیپلوماټیکو لارو د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د لېږد موټر د سوځېدو پېښه په جدي توګه وڅېړي.
صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ولسمشر دغه څرګندونې نن د کابینې په غونډه کې کړې دي.
د افغان کډوالو یو موټر د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران په یزد ښار کې د ایراني پولیسو له لوري په نښه او اور یې واخیست چې له کبله یې ۳ کسان ووژل شول او ۵ نور ټپیان دي.
بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي و چې د یزد محلي چارواکو په تهران کې د افغانستان له سفیر سره ژمنه کړې چې د یادې پېښې عاملان به د ایران د عدلي او قضايي ادارو له لوري وڅارل شي.





