وسله والو طالبانو یو ځل بیا د ډنډغوري سیمه ونیوله

د سیمه ییزو چارواکو په وینا د بغلان ولایت د ډنډغوري زیاته سیمه تېره شپه (چهارشنبه) یو ځل بیا وسله والو طالبانو نیولې ده.

د بغلان ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش د ډنډغوري د سقوط په اړه د دې ولایت ځايي امنیتي چارواکي ګرم بولي او وايي، چې دغه سیمه یوه میاشت مخکې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو له موجودیته پاکه شوه.

دی وايي، دغو عملیاتو له مالي زیان سربېره ځاني زیان لاره او امنیتي ځواکونو قربانۍ ورکړې، خو د سیمې د ساتلو له پاره هیڅ ډول پاملرنه ونه شوه.

د ولایتي شورا دغه غړی وايي، که افغان حکومت په ډنډغوري او ډنډشهاب الدین سیمه کې د طالبانو د ځپلو له پاره پراخ هوايي او ځمکني عملیات ونه کړي، په نږدې وخت کې به د پلخمري ښار د طالبانو له لوري ونیول شي.

تر اوسه پورې د بغلان ولایت ځايي چارواکو د ډنډغوري سیمې د سقوط په اره څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ادعا کړې، چې دوی د ډنډغوري په نښته کې ۷ سیمه ییز پولیس وژلي او یو ټانګ یې ویجاړ کړی دی.

ډنډغوري سیمه په داسې حال کې یو ځل بیا وسله وال طالبان نیسي، چې څه وخت مخکې د پلخمري ښار د ډنډ شهاب الدین سیمه له یوې وسله والې نښتې وروسته طالبانو ونیوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام