د غزني سرتېري: حکومتي چورلکو طالبانو ته خوراکي توکي ور اچول

د دایکندي د والي ویاند علي‌اکبر ناطقي سلام وطندار ته وویل چې د یکشنبې په مازیګر د امنیتي ځواکونو ۳۳ تنه چې ۱۶ تنه یې کمانډو، ۸ تنه یې ملي‌اردو، ۵ تنه یې محلي پولیس او ۲ تنه یې ملي پولیس وو؛ له طالبانو سره له جګړې وروسته د دې ولایت میرامور ولسوالۍ ته پناه وړې‌ ده.

په‌دې افسرانو کې یو مستعار نومی پولیس قهرمان نومېږي. هغه وايي، له مرکزه ورته هېڅ مرسته نه رسېدله، د حکومت چورلکو د طالبانو منځ ته خوراکي توکي ور اچول او دوی له ډېرې سختې وېرې له طالبانو سره مقاومت نه‌شو کولی.

د ملي‌اردو یو سرتېری چمن‌علي او له دې ډلې یو بل سرتېری وايي چې په اجرستان ولسوالۍ کې له جګړې مخکې د دوی په ډله کې ۶۰ کومانډویان، ۳۵ تنه ملي‌اردو، ۳۰ تنه ملي او محلي پولیس وو؛ خو اوس یې د ډېرو هغو برخلیک نه‌دی معلوم.

د قهرمان په وینا، طالبانو اجرستان ولسوالي په بشپړ ډول نیولې او اوس د خلکو له کورونو نه د سپر په ډول ګټنه کوي.

هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلو؛ له پرله‌پسې اړیکو وروسته هم بریالي نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام