چين: د افغان امنيتي ځواکونو تجهیز ته حاضر یو

د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ یې وايي، هېواد يې چمتو دی، څو له ترهګرو سره د مبارزې په خاطر، چې د چین له پاره هم یو ګواښ دی، له افغان حکومت سره د امنیتي معلوماتو د شریکولو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې چين د پانګونې په برخه کې نړیوال اسیایي انکشافي بانک کې د افغانستان له غړیتوب هرکلی کوي.

وانګ دغه څرګندونې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په پاکستان کې د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې د يوې دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان او چین دوستي ۶۰ کلنه سابقه لري او هېواد يې غواړي، چې له افغانستان سره خپلې دوستانه اړیکې لا غښتلې او پیاوړې کړي. همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې "موږ د افغانستان په خاطر د اسیا زړه په کنفرانس کې  ګډون وکړ، ځکه دا کنفرانس د افغانستان دی، چې له افغانستان سره د همکاریو په موخه جوړ شوی دی."

د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جمهور رئیس ته وویل، په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس ته ستاسو راتګ به له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو همکاري زیاته کړي.

ولسمشر غني د افغانستان او چین دوستانه تاریخي اړیکې د ښې ملګرتیا نښه وبلله او زیاته یې کړه، چې افغانستان او چین په سختو شرایطو کې تل د یو بل تر څنګه درېدلي دي.

غني زیاته کړې، چې افغانستان د ترهګري له مستقیم خطر سره مخ دی، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه او زړورتیا د دوی پر وړاندې مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه د افغانستان په شمال ختیځ زون کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د چین لپاره تهدید دی.

هغه له چين څخه غوښتنه وکړه، چې چین به له ترهګرو سره د موثرې مبارزې په موخه د افغانستان د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي.

ولسمشر زیاته کړه، چې افغانستان د پانګونې په برخه کې د نړیوال اسیایي انکشافي بانک AIID د  غړیتوب غوښتنه لري، چې دغه غړیتوب به د اورګاډي د کرښې د غځولو، زېربناو او واخان دهلیز لارې په برخه کې چې افغانستان د ځمکې له لارې له چین سره نښلوي لویه مرسته وکړي.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د جرمني هېواد لېواله دی، چې د برېښنا د تولید، د کورونو د جوړولو او په انکشافي برخو کې د افغانستان، چین او جرمني ګډه همکاري رامنځته کړي.

ولسمسر دا هم وویل، چې هغه دوه چینایي کمپنۍ چې د افغانستان د کانونو په برخه کې یې پانګونه کړې، خو کاري طرحه یې نه لرله، نو د یادې طرحې له بشپړولو وروسته به هغوی ته د کار د اجازې د ورکولو او یا نه ورکولو په هکله تصمیم نیول کېږي.

 هغه وویل، د مس عینک کان قراردادي چینایي کمپنۍ چې د اورګاډي د کرښې د جوړولو ژمنه یې کړې وه، یاده کرښه یې نه ده جوړه کړې، نو د چین حکومت دې یاده کمپنۍ د خپلې ژمنې پرځای کولو ته وهڅوي.

ولسمشر زیاته کړه، چې  چین غواړي، د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز چین ته ولېږدوي او افغانستان په دې برخه کې مرستې ته تیار دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ، چین او جرمني د ګډو همکاریو کمېټې له جوړولو سره موافقه وکړه او زیاته يې کړه، چې دغه کمېټه دې ژر تر ژره جوړه شي، چې د همکاریو په برخه کې عملي اقداماتو او همکاریو ته زمینه برابره کړي.

وانګ وویل، د اورګاډي کرښې او برېښنا د تولید په برخه کې همکاري د چین د اقتصادي ودې او پانګونې له پاره هم مهمه ده او ملاتړ یې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام