د تېرې مارچ پر ۴مه او د روانې اپریل پر ۹مه ناپېژندو وسلهوالو د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ دوو لېسو ایملخان او هزارناو لېسو ته اور ورته کړ.
پهدې اور لګونو کې پر کتابونو او قرانکریمونو سربېره ډېر اداري اسناد، لابراتواري مواد، څوکۍ، دروازې او کړکۍ وسوځېدلې.
نږدې بېګا شپه د همدې ولسوالۍ اړوند د ګرديغوث په لنډۍ سيمه کې ناپېژندو وسلهوالو د يو منځني ښوونځي لابراتوار په ماين الوځولی او د ښوونځي ټول اسنادونه او وسايل يې لهمنځه وړي دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د پېښې پخلی کوي او وايي چې وسلهوالو یاد ښوونځي ته له دننهکېدو سره سملاسي د مکتب ساتونکیخدمتګار په تشناب کې تړلی او د ښوونځي ټول اسناد یې لابراتوارخونې ته له وړلو وروسته په بم الوځولي دي.
دې ریاست ویلي وو چې پهدې منځني ښوونځي کې ټولټال ۳۸۶ شاګردان زده کړې کوي چې ۸۰ يې نجونې دي.
د پوهنې وزارت د رسنیو مسوول کبیرحقمل سلام وطندار سره اړیکه کې له ډېرو خبرو ډډه وکړه؛ خو دومره یې وویل چې امنیتي ادارې دې د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي.
دې پېښه کې د ښوونځي ټول اسناد، د لابراتوار مواد او خونه سوځېدلي دي.
د ننګرهار رسنیز دفتر په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې د پېښې د پخلي ترڅنګ دا د وسلهوالو طالبانو کار بللی دی؛ خو طالب ویاند ذبېحالله مجاهد سلام وطندار ته رد کړه او زیاته یې کړه چې د ښوونځيو سوځول د دوی د کسانو کار نهدی.
نوموړی ټینګار کوي چې وسلهوال طالبان په هېڅ ځای کې د ښوونځیو او پوهنیزو بنسټونو د زیانمولو اجازه نهلري.
چارواکیو ډاډ ورکړی چې اوسمهال دغه ښوونځی د زدهکوونکیو پر مخ خلاص دی.
خالد خیال او سیدهارون د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره حکومت پړ ګڼي چې د پوهنیزو ادارو امنیت په سم ډول نهشي نیولی.
دوی وايي، حکومت تل د اقداماتو خبره کوي؛ خو په عمل کې هېڅ وي.
د پوهنتون استادان او مدني فعالان هم دې کار اندېښمن کړيدي. د پوهنتون استاد ضیاالرحمان حسرت او مدني فعال اباسین بهیر د ښوونځیو او پوهنیزو بنسټونو سوځول د هغه چا کار ګڼي چې غواړي هېواد کې د پوهنې ریښو په ویستلو سره افغانان همداسې په ناپوهۍ کې وساتي.
دوی ادعا کوي، د بېګانۍ مخپټو کسانو له کاره داسې ښکاري چې دا پروژه ده او دا د سیمې د خلکو په مرسته تطبېقېږي.
دوی له امنیتي ادارو د ښوونځیو د سوځوونکیو د عاملانو د نیولو غوښتنه کوي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرتحسین مشرقيوال هم سلام وطندار ته وايي، د بېګانۍ پېښې د عاملانو د نیولو تر څنګ ننګرهار امنیه قوماندانۍ خلکو ته ډاډ ورکوي چې عامه خدماتي مرکزونه به خوندي ساتي.
پر حکومتي او امنیتي ارګانونو تل دا نیوکه وي چې هرځلې د پېښې له رامنځتهکېدو وروسته یوازې د جدي اقداماتو خبره کوي؛ خو له پېښو وړاندې یې د تدابیرو په اړه څه نه لیدل کېږي.