په غور ولایت کې نوې واده شوې ناوې د پېغلتوب نه لرلو په تور د خپل ورور له لوري ووژل شوه.
د وژل شوې ناوې مېړه له واده څو ورځې وروسته خپل اوښې سره اړیکه نیسي او ورته وايي، چې خور دې پېغلتوب نه لرلو او بېرته یې کورته دروله.
دغه راز اوښی یې خپله خور د مېړه له کوره راوباسي او د لارې په اوږدو کې یې وژني.
د غور ولایت د پولیسو امنیې قوماندان غلام مصطفی سلام وطندار ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د شهرک ولسوالۍ په اوشان کلي کې رامنځه شوې ده.
غلام مصطفی وايي، د جلۍ ورور له نوم بدۍ لرې کولو له پاره دغه قتل کړی دی.
پولیس وايي، د پېښې سیمه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده.