په افغانستان کې د برما د مسلمانانو پر خواخوږۍ لاریونونه

د کندهار د خرقې شریفې د متولیانو په مشرتوب د کندهار په سلګونو اوسېدونکو په برما کې د مسلمانانو پر ځورېدونکي حالت د غندلو په پار لاریون وکړ.

لاریونوالو چې د خواشینۍ تور بیرغونه او مرګ د برما پر بودایانو شعارونه یې له ځان سره لیږدول؛ له نړيوالو وغوښتل، چې د برما د مسلمانانو پر حالت ځان خبر کړي.

لاریون کوونکو په شعارونو کې نارې وهلې، چې داحالت نور دوی ته د زغملو نه دی او په دغو مسلمانانو باید هیڅ ظلم پرې ونه شي.

د لاریونوالو په دغه سوله ییز لاریون کي له افغان دولت څخه هم وغوښتل شول، چې په ملګرو ملتونو کې د برما د اوسني ځورونکي حالت په اړه خپله اندېښنه  په ښکاره ډول څرګنده کړي.

مولوي اغا محمد د مظاهرې یوتن ګډونوال سلام وطندار ته وویل، په نړۍ کې پر مسلمانانو اوسنی بد حالت ولې د بشري حقونونو د لارویوانو ل له خوا نه غندل کېږي؟ د ده په وینا، که چېري په بل ځای کې یوه مېرمن وژل شوې وی؛ نو نارې به يې اسمان ته ختلې وی، خو په برما کې په سلګونو ښځې، کوچنیان او خلک ووژل شول، خو هیچا غږ ونه کړ.

معلم عبدالستار، چی په دې لاریون کې يې په لوړ اواز شعارونه ورکول؛ سلام وطندار ته وویل، موږ خپلو لاریونونو ته دوام ورکوو، چې نړيوال ښه سم پوه شي، چې مسلمانان یو موټی او په غمونو کې له یو بل سره شریک دي.

 د معلم ستار په خبره، نور مسلمانان باید د افغانستان پر مسلمانانو هم زړه وسوځوي او پر مرګ ژوبله یې لارونونه وکړي.

تر دې پخوا هم په کونړ، کابل او تخار ولایتونو کې د برما د مسلمانونو د ظلمونو د غندنې په پار لاریونونه شوي وو.

شاوخوا اونۍ وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې فرقه يي زورزياتی غندلی و او له ملګرو ملتو او نړیوالو بنسټونو يې غوښتي وو، چې دغو بشري ضد جنايتونو ته د پای ټکی کېږدي.

د په برما هېواد کې د ۲۰۱۲ کال په مې مياشت کې د تاوتريخوالي دغو څپو له راټوکېدو وروسته دا د افغانستان د حکومت لومړنی رسمي غبرګون و.

 

په خواله رسنیو کې د برما او افغانستان پرتلنه

په خواله رسنیو کې هم د برما د مسلمانانو په اړه بېلابېل نظرونه خپاره شوي دي.

د خواله رسنیو د ځېنو کاروونکیو له قوله، چې په فیسبوک او ټویتر کې اکثره خپرېدونکي انځورنه جعلي دي.
سمیع الله ایلم پر خپله پاڼه لیکلي دي، چې موږ هم غم لرو، ناخوالې او ځورېدونکی حالت لرو، خو کله مو هم ولس د دغو ناخوالو د حل لپاره لاریونونه ونه کړل.

دده په باور، که ولس همدومره کمپاین د خپل کلي جنازو ته کړی وای؛ نو یو څه به وضعیت بدل شوی و او بله دا چې بودایي خو هسې هم مسلمانان وژني، خو خبر دا ده، چې افغان مسلمان راوچتېږي، په خوږیاڼیو کې خپل کلیوال حلالوي؛ په پکتیا کې مسلمان تښتوي او په کندهار کې ترې پوزه ترې پزه پرې کوي.

د توحید الله اتل په نامه یو بل ځوان پر خپل فیسبوک لیکلي، چې د برما پېښه له لسګونو کلونو راپدیخوا راروانه ده. مسلمانان شهیدانیږي, کورونه یې سوځول کیږي او مالونه یې لوټیږيي، خو په خو په خواله رسینو کې روان حالت ته د مبالغي جامي ورواغوستل شوي او په درواغو لړل شوي دي.

د ده په باور، هغه څوک چې په فیسبوک یا ټویتر کې کوم انځورونه خپروي: نه ورسره کوم ثبوت یا سند شته او نه هم کوم بل منطقي دلیل لري، خو یواځې د زېړو جامو والا بودایان یې راپيدا کړي او هغه یې د ظالمو بودایانو په نامه خپاره کړي.

د راحت ګل افغان په نوم یو چا په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د برما د مسلمانانو غم پرېدئ، د ننګرهار د مسلمانانو غم وخورئ، اول ځان راټول کړئ، بیا د بل چا د غمونو د تللو پسې د قضاوت تلې راواخلئ.

په خواله رسنیو کې د ډېرو افغانانو له خوا د ترکیې د لومړي وزیر طیب اردوغان پر سر چې له ترکیې سره یې مرستې کړي یا نه دي کړي؛ جنجالونه راوپارېدل.

ځېنو فیسبوکي اشخاصو ویل، چې طیب اردوغان د نړۍ خواخوږی اسلامي رهبر دی، خو ځېنو بیا دا دعوه ناسمه ګڼله او ویل یي، چې په خواله رسنیو کې د طیب اردوغان اوسني خپرېدونکي انځورونه پخواني دي.

د برما پر مسلمانانو د اوسني حالت علت

په برما کې د فرقه يي تاوتريخوالي څپې وروسته له هغه راوټوکېدلې، چې د بودايانو ترمنځ داسې اوازې خپرې شوې، چې ګواکې یوه مسلمان سړي پر يوې بودايۍ ښځې جنسي تېری کړی او وروسته يې هغه وژلې ده.

له دې وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول، چې یوې ناپېژاندې وسلوالې ډلې ۱۰ مسلمانان ووژل او وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښتو زور واخيست.

په وروستيو کې د برما سلګونو روهينګا مسلمانانو هڅه وکړه، چې د اوبو له لارې په بېړيو کې ماليزيا، اندونيزيا او تايلنډ ته واوړي.

د دغو پناه غوښتونکو يو شمېر يې لا هم په اوبو کې بې سرنوشته دي او سلګونه نور يې ماليزیايي او اندونېزيايي بېړيو له ډوبېدو ژغورلي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام