د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې په ډاګه کوي طالبان او داعش د یو بل پر خلاف د جګړې تابیا نیسي.
د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل د اپریل په ۱۹ رسنیو ته دوه داسې لیکونه ښکاره کړل، چې د اسلامي دولت ډلې او طالبانو په کې یو بل ته اخطارونه ورکړي دي.
ملاخیل وايي په دغه خطونو کې دواړو ډلو خپلو وسله والو ته د جګړې سپارښتنه کړې.
ملاخېل وايي، چې اوس دواړو ډلو په هلمند کې خپل حرکتونه ګړندي کړي دي او د نورو په لمسون د افغانستان له ملي پولیسو او ملي امنیتي ځواکونو سره جګړه کوی.
د ده په خبره، د دولت مخالفې ډلې نه غواړي، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي.
که څه هم ده، د دغو ډلو تر شا ولاړو کسانو ته په مستقیمه توګه اشاره ونه کړه، خو اشاره یې ګاونډیو هېوادونو ته وه.
مل پاسوال نبي جان ملاخېل رسنیو ته هغه دوه خطونه هم وښودل چې ملا عبدالروف خادم خپلې ډلې ته لیکلی چې د طالبانو مشران له منځه یوسي او هغوي هیڅکله په دې ولایت کې فعالیت ته پرېنږدي.
ملا عبدالروف خادم د طالبانو د مهمو قومندانانو له ډلې څخه و، چې بیا یې د عراق د اسلامي دولت له مشر ابوبکر البغدادي سره له بیعت وروسته د تور بېرغ لاندې فعالیتونه پېل کړل.
ملا خادم د افغانستان د سویل لودیځو ولایتونو لپاره د داعش ډلې قومندان، چې د دلوې په میاشتې کې دامریکا په هوایي برید کې له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل شو.
د هلمند امنیه قومندان وايي، طالبانو هم داعش ډلې ته اخطارونه ورکړي او خپلو پلویانو ته یې لارښوونه کړې، چې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.
د ملاخېل په خبره، د طالبانو له لوري لیکل شوي، چې د تور بیرغ لرونکي سلفیانو په مقابل کې وجنګېږي او په هلمند کې یې فعالیت ته پرېنږدي.
امنیه قوماندان وایي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د دواړو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.
سرچينه وایي، چې داعش ډلې د لومړي ځل لپاره د هلمند په شمالي ولسوالیو کې فعالیت پیل کړی و او کوښښ یې کولو، چې د ډېرو روپو په مقابل کې خلک راجلب کړي، خو بریالي نه شول.
په همدې حال کې تېره ورځ د کجکي ولسوالۍ وسېدونکو سلام وطندار ته ویلي وو، چې په دې ولسوالۍ کې د داعش په نوم وسله والې ډلې د فعالیتونو د پراخوالي لپاره لسګونه کسان روزلي دی.
د اپرېل په ۱۸ مه په ننګرهار ولایت کې د خونړي برید پړه په داسې حال کې په غاړه واخیسته چې د وسله والو طالبانو بېلا بېلو ډلو په کلکو ټکو غندلې وه.
د داعش ډلې ویاند شاهد الله شاهد په خپلو ټولنيزو پاڼو کې ليکلي وو، چې د جلال اباد ځانمرګی بريد د ابو محمد په نوم د دوی له ډلې یو تن ترسره کړی دی.
په دغه برید کې ۳۷ تنه وژل شوي وو او تر ۱۲۴ تنو زیات ټپیان شوي وو.
دا په افغانستان کې د داعش ډلې تر ټولو لومړنی او خونړی برید و.
د چارو د شنونکو په وینا د پاکستاني او افغاني طالبانو له خوا د جلال اباد د برید غندنه په ډاګه کوي، چې ددې وسله والو ډلو ترمنځ لفظي جګړه لا د وخته پېل شوې ده.





