د عامې روغتیا وزارت وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۷۱ شکمنې پېښې کتل شوي چې له ډلې يې ۱۵ ولايتونو کې ۲۱۵ مثبتې ثبت شوې دي چې له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۷۸ ته ورسېد.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې له دغو ۲۱۵ تازه پېښو ۵۷ هرات، ۵۰ کابل، ۱۷ کندهار، ۹ پکتیا، ۶ لوګر، ۳ زابل، ۳۱ بلخ، ۱۱ جوزجان، ۸ غور، ۷ کونړ، ۵ ننګرهار، ۴ فاریاب، ۳ هم په پکتيکا او دوه دوه کسانو هم په لغمان او خوست کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وحید الله مجروح نن رسنيو ته يوه لېږل شوي ويډيوي پيغام کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ويروس له کبله ۳ کسان مړه شوي او ۴ بېرته روغ شوي چې له دې سره د ټولو مړو شويو شمېر ۱۰۹ او د بېرته رغېدلو هم ۴۷۲ ته پورته شو.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېواد کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کی دی او خلک باید په دې اړه وقایوي تدابیر جدي مراعت کړي.